ولسمشر غني د هېواد اوسني وضعیت په اړه د سیاسي او جهادی مشرانو سره ناسته تر سره کړه

ولسمشر غني د هېواد اوسني وضعیت په اړه د سیاسي او جهادی مشرانو سره ناسته تر سره کړه.داسې وخت چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او حکومت پر سلګونو ولسوالیو خپل کنټرول له لاسه ورکړی،
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپلو عسکرو د ملاتړ لپاره د واحد صف د جوړولو په موخه له سیاسیونو سره لیدلي دي.له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اشرف غني د پخلاینې عالي شورا له رییس «عبدالله عبدالله»، دپخواني ولسمشر حامد کرزي او د حراست او ثبات شورا له مشر «عبدالرب رسول سیاف» سره په ارګ کې مشورتي ناسته کړې.
د خبرپاڼې پر وینا په دې ناسته کې د هیواد د امنیتي وضعیت په تړاو د بحث تر څنګ «له امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د واحد صف او پیاوړې سیاسي اجماع، د جمهوري نظام او په هیواد کې د تلپاتې سولې پر ټېنګښت ټینګار وشو.تر څود هېواد نظامي سکتور نور متحد او مضبوط شي.

حکومت داسې مهال د خپلو عسکرو د ملاتړ لپاره د سیاسي اجماع د جوړولو په هڅه کې دی، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د راتلونکې اګست میاشتې تر پای ته رسېدو ښایي په افغانستان کې د بهرنیانو نظامي حضور پای ته ورسېږي.
بلخوا بیا د طالبانو او حکومت تر منځ جګړو زور اخیستی او طالبان توانېدلي، چې د هیواد په سلګونو ولسوالیو خپله ولکه ټینګه کړي.خو حکومت بیا وایی چې هیڅ دا خبره حقیقت نه لري او ډېر کمې ولسوالی داسې دي چې د طالبانو لاس ته ورغلي وي دوی وای هڅه کوي چې دا ولسوالی هم د دوی نه بېرته ونیسي.