سیمه

ټي ټي پي: پاکستانی ریاست هڅه کوي، ددوی پرضد وسله والې ډلې کشمیر کې بوختې کړي

اړوند خبرونه: 

د طالبانو رژیم: داعش خراسان اوس د پاکستان له بلوچستان او خیبرپښتونخوا فعالیت کوي

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا؛ پاکستان د ملایانو بله ډله کابل ته استولي

د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) پخواني ویاند په هندي کشمیر کې د وروستي برید په غبرګون کې ادعا کړې چې د پاکستان امنیتي تګلاره بیا د کشمیر په تړاو د وسله‌والو ډلو د کارولو خوا ته اوښتې ده.

د ټي ټي پي پخوانی ویاند احسان‌الله احسان، په خپل تازه تحلیل کې ویلي چې مخکې یې د پاکستان د نوې امنیتي تګلارې په اړه خبرداری ورکړی و، خو اوس یې دا خبرداری په حقیقت بدل شوی دی.

هغه د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۹مه نېټه په یوه پوسټ کې ویلي و چې پاکستان خپله امنیتي ستراتیژي له سره ارزوي او غواړي یو ځل بیا د کشمیر په شخړه کې له وسله‌والو ډلو کار واخلي.

احسان‌الله، چې له TTP څخه تر بېلتون وروسته څو ځله په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د سیمې د تحولاتو په اړه څرګندونې کړې، ویلي دا چې پاکستان د وسله‌والو ډلو لور ته ګرځي، د کابل او نوي‌ډیلي ترمنځ د سیاسي او امنیتي نژدېوالي مستقیم غبرګون دی.

هغه ټینګار کړی چې «د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د پیاوړتیا له امله، د پاکستان چارواکي هڅه کوي چې د غیرحکومتي لوبغاړو له لارې پر هند فشار راوړي.»

احسان‌الله احسان خبرداری ورکړی چې دغه سیاست سیمه یو ځل بیا مزمنو کړکېچونو او سرحدي شخړو ته بېولی شي.

د فرانسې خبري اژانس ته یوه جګپوړي پولیس افسر د سې‌شنبې په ماښام وویل چې لږ تر لږه ۲۶ تنه د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې هغه مهال ووژل شول، کله چې وسله‌والو پر ګرځندویانو ډزې وکړې. چارواکو دا برید د وروستیو کلونو په ترڅ کې پر ملکي وګړو تر ټولو خونړی برید بللی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button