ټکنالوجي

ټېلېګرام له چارواکو سره د ځینو کارکوونکو د معلوماتو شریکول ومنل

ټېلېګرام اداره وايي، له چارواکو سره به له دې وروسته د کارکوونکو معلومات شریکوي

د ټېلېګرام مسئول وايي، ددغه شبکې کاروونکي له جرمونو سره هېڅ تړاو نه لري، خو که چېرته چارواکي په لوړه کچه حقوقي اسناد وړاندې کړي، نو د ځینو کارکوونکو شمېرې او ای پي به ورسره شریکه کړي.

د ټېلېګرام پیغام رسونې شبکې اعلان کړی، چې له دې وروسته به د خپلو کاروونکو د ټلیفون شمېره او انټرنټي پته (ای پي) د محکمې حکم یا نورو معتبرو قانوني غوښتنو په صورت کې له چارواکو سره شریکوي.

د یادې شبکې خدمتونه

د ټېلېګرام شبکې بنسټ اېښودونکي او مدير پاول دوروف ويلی چې دشبکې په خدمتونو او د محرميت تګلاره کې دا بدلون ښايي مجرمې ډلې د ټېلېګرام له کارونې زړه تورې کړي.

نوموړي پر خپل ټېلېګرام چېنل ليکلي، “په داسې حال کې چې د دې شبکې ۹۹.۹۹ سلنه کاروونکي له جرم سره هېڅ تړاو نه لري خو ۰.۰۱ سنله کاروونکي يې په جرمي فعاليتونو کې ښکېل دي چې د ټېلېګرام رنګه يې بده کړې ده او د نژدې يو میليارد کاروونکو ګټې يې له ګواښ سره مخامخ کړې دي دي.”

نور ولولئ: ایا ټیکنالوژي زموږ ژوند ښه کړی؟

نور ولولئ: د چین او اپل کمپنۍ اختلافات او د ایفون بازار رالوېدل

دا د ټېلېګرام په تګلارو کې جدي بدلون دی او له هغه وروسته راځي چې د دې پيغام رسوونکې شبکې روسي توکمی مشر تېره مياشت په فرانسه کې ونيول شو.

afghan 2024 09 25t144625.399
afghan 2024 09 25t144625.399

ټېلېګرام د سایبري جرمونو په برخه کې همکاري نه ده کړې

د ده پر شبکه کې د ماشومانو په اړه د ناوړه محتوا خپرولو، رسولو او تنظيمولو تورونه پورې شوې دي.

همداراز د مخدره توکو په چمتو کولو، ساتلو او لېږد رالېږد کې د ښکېلتيا تورونه هم پرې لګول شوي دي.

د فرانسې د پوليسو يوه وياند رويټرز خبري اژانس ته ويلي، له پاول دوروف څخه چارواکي په دې تړاو پلټنې کوي چې په وينا يې په ټېلېګرام کې د مالي او سايبري جرمونو په تړاو څېړنو کې يې همکاري نه ده کړې.

ښاغلي دوروف د دوشنبې په ورځ ويلي چې په خپله ټولنيزه شبکه کې د منځګړيتوب يوه ځانګړې ډله ګوماري چې د مصنوعي ځيرکتيا په مرسته په ټېلېګرام کې د نامناسبې منځپانګې د خپرېدو مخه ونيسي.

د ټکنالوژي کارپوهان وايي، ځینې داسې شبکې شته چې کاروونکي یې هڅه کوي، ځینې جرمونه د هغوی له لارې په داسې شکل تر سره کړي چې هویئت یې پټ پاتې شي.

خو ټېلېګرام اوس هڅه کوي چې له امنیتي ادارو سره همکاري وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button