پاکستان کورنیو چارو وزارت: په تېرو ۲۰ ورځو کې مو ۸۰ زره افغانان ایستلي

اړوند خبرونه:
عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي
علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري
ملګري ملتونه: تېرو ۲ورځو کې نږدې ۹زره افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي
د پاکستان کورنيو چارو وزارت سلاکار طلال چودري وایي، دغه هېواد د اپرېل مياشتې له پیل راهیسې له ۸۰ زره ډېر افغانان ایستلي دي.
رويټرز خبري اژانس د یاد چارواکي له قوله چې پرون جمعه یې په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې ویلي، چې اسلام اباد هغه افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري او یوازي د افغان تابعیت کارتونه لري خبرداری ورکړی و، چې د مارچ میاشتي تر ۳۱مې خپل هېواد ته ستانه شي، چې وروسته دغه نېټه د اپرېل میاشتې تر ۳۰مې اوږده شوه.
د سرچینې د راپور له مخې پاکستان له ټاکل شوې نېټې مخکې تر دا مهاله له ۸۰ زرو زيات افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي دي.
چودري ویلي یوازې هغه افغانان چې قانوني ویزې لري، کولی شي په پاکستان کې پاتې شي.
بل لورته په ټولنیزو رسنیو کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني عسکرو چلند په سختو ټکو غندل کېږي.
په ټولنیزو رسنیو کې له کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د چلند داسې ویډیوګانې خپرېږي، چې خلک یې د انساني او هر ډول بشري حقونو خلاف بولي.
سره له دې چې کابل ته د پاکستان او اسلام اباد ته د طالبانو حکومت پلاوي د خپلمنځي ستونزو د حل په موخه تللي خو لاهم د کډوالو پر وړاندې د پاکستاني عسکرو په چلند کې بدلون نه ښکاري او بیاهم له سپکاوي ډک چلند کوي.
دې چلند په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هم اړ کړی چې ښایي په همدې ورځو کې د پاکستاني حکومت خلاف لاریونونه پیل کړي.