کورني خبرونه

پخوانی چارواکی امرخیل: د جوماتونو ملایان باید د نجونو د زده کړو پر اړتیا خبرې وکړې

ضیاالحق امرخیل ویلي چې د جوماتونو ملایان دې د جمعې لمانځه پر مهال د نجونو زده‌کړو پر اړتیا وغږیږي

اړوند مطالب: 

م.م. کې د امریکا سفیره وايي، امریکا طالبان په رسمیت نه پیژني

افغانستان په هغو لسو هېوادونو کې دی چې نجونې پکې ښوونځي ته نه شي تللی

توماس: افغانستان کې زده‌کړو ته د نجونو پر تګ او ټولیزو ګټو اجماع شته

د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخیل ویلي، چې په افغانستان کې د جوماتونو ملایان دې نن د جمعې لمانځه پر مهال د نجونو د زده‌کړو پر اړتیا خبرې وکړي. شاوخوا درې کاله کیږي، چې طالبانو د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی.

د افغانستان د پخواني ولسمشر سلاکار او د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخیل نن جمعه د (مرغومي ۲۱مه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ټول هیواد ملایان دې نن د لمانځه پر مهال په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر اړتیا خبرې وکړي او په دې اړه دې خپل مسوولیت ترسره کړی.

هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د دې مبارکې ورځې له امله په امام صاحبانو غږ کوم چې د خويندو تعليم او‌ تحصیل اهمیت او ضرورت په اړه په واضح ډول د جمعې د لمانځه پر مهال پرې بحث وکړي.»

‏هغه وړاندې په خپل ایکس یادښت کې لیکلي: «ويريږم، که د خويندو تعليم دروازې همداسې تړلې پاتي شي، څو کلونه وروسته به نه ډاکټره ولرو، نه نرسه او نه هم قابله، دا ويره مو هم تجربه کړې، چې بيا به د ناروغ د علاج لپاره نور هېوادونه څه چې ان ګاونډيان به هم ويزه نه را کوي.»

تر دې وړاندې هم د افغانستان د پخوانیو ولسمشرانو په ګډون ډیریو سیاستوالو د نجونو د زده‌کړو په اړه پر طالبانو غږ کړی چې پرې لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي.

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د یوه فرمان له لارې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او په پوهنتون کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیز لګولی چې شاوخوا درې کاله کیږي دغو بندیزونو له کورنیو او نړۍوالو فشارونو سره، سره دوام کړی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button