سیمه ییز خبرونه

پر افغان خاوره د پاکستان برید او د طالبانو چټګ غبرګون

بېګاه ماخستن لا هم پر فرضي کرښه د پاکستان پر پوستو اورونه بلېدل

ذبیح الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که پاکستان د بیا ځل لپاره پر افغان خاوره تېری وکړي، نو د هر ډول عواقبو مسئولیت به د اسلام اباد پر غاړه وي.

د طالبانو حکومت د پاکستان له‌خوا په پکتیکا او خوست کې د نن سهار د بریدونو په غبرګون کې دا عمل د افغانستان پر حریم تجاوز او غیر سنجیده اقدام بللی دی.

د طالبانو حکومت په دې اړه خپره کړې اعلامیه چې ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد لوستې ویلي:

“پاکستان باید په‌خپله خاوره کې د پېښو د نه کنټرول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وا نه‌چوي، ځکه داسې پېښې خورا بدې پایلې درلودلی شي چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه‌وي. ”

د طالبانو حکومت د اعلامیې پر بنسټ، د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمن او د خوست د سپېرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په سیمه کې د پاکستان په بریدونو کې ملکي کورونه په نښه شوي چې له امله یې ۵ ښځې او دوه ماشومان وژل شوي دي.

له اسلام اباد د طالبانو غوښتنه

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له مخې، چارواکي وايي، د پاکستان هوايي ځواکونو په افغانستان کې د مشکوکو پاکستاني طالبانو څو پټنځایونه په نښه کړل چې له امله یې لږ تر لږه ۸کسان وژل شوي او افغان طالبانو یې په غبرګون ځوابي ډزې کړي.

د طالبانو د حکومت په اعلامیه کې دا هم راغلي چې: ” پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرې نه‌ږدي چې د پوځ څو تنه جنرالان په دې ډول بې‌باکه کړنو د تېرو ۲۰ کلونو په څېر د نورو جهتونو د گټو لپاره خپلو غلطو سیاستونوته دوام ورکړي او د دوو مسلمانو ګاونډیو هېوادونو اړیکې خرابې کړي. ”

نور ولولئ: تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

نور ولولئ:  امرالله صالح وايي، انور کاکړ د څو ورځو صدراغظمۍ په خاطر خپل قوم ته سپکاوی کوي

نور ولولئ:  له پاکستانه ۱۶۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د چارو کتونکي هم په دې باور دي چې دا پېښه کېدای شي د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ ترینګلتیا نوره هم زیاته کړي.

د پاکستان حکومت رسما په افغانستان کې د نن سهار د حملو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو یو شمېر رسنیو چې ظاهرا یې د پاکستان پوځ رهبري کوي د سرچینو له قوله خبر ورکړی چې په دې بریدونو کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ترهګرو درې مرکزونه په نښه شوي دي.

د پاکستاني رسنیو ادعاوې

پاکستاني سرچینو دا ادعا هم کړې چې په دې بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان یو قوماندان عبدالله شاه محسود وژل شوی دی.

خو د طالبانو حکومت بیا دا ادعا رد کړې او زیاتوي، د عبدالله شاه په نامه کس چې پاکستانی اړخ یې په پېښه کې په نښه کېدو ادعا کوي په پاکستان کې دی.

طالبانو فرضي کرښې ته د حرکت پر مهال

د تحریک طالبان پاکستان یاد شوي قوماندان عبدالله شاه محسود هم په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویلي، وزيرستان کې دی او هېڅ ډول بريد پرې نه‌دی شوی.

هغه زیاته کړې:

“دا کومه پروپاګنډ چې خپرېږي، دا بې‌بنیاده دي. نن د روژې اوومه ورځ ده او د مارچ اته‌لسم تاریخ دی. موږ له اوله په جنوبي وزیرستان کې فعالیت کوو، موږ هېچېرې نه یوو تللي او له سره همدې ځایه کې اوسېږو. ”

بل‌خوا د تحریک طالبان پاکستان له‌خوا خپره شوې اعلامیه کې پر خوست او پکتیکا د پاکستان هوايي بریدونه غندل شوي او زیاتوي، پاکستاني دولت هغه مظلوم وګړي په نښه کړي چې د دغه حکومت له ظلمونو افغانستان ته کډه شوي وو.

هاخوا د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې د پاکستاني الوتکو د بریدونو په ځواب کې یې “ځواکونو د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه د درنو وسلو په وسیله په نښه کړل.”

خو په اعلامیه کې دا نه‌دي لیکل شوي چې د ډیورنډ کرښې په کومه سیمه کې دا بریدونه د دوی له‌خوا شوي دي.

هاخوا پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې پر پاکستانیو پوستو د طالبانو په بریدونو کې د څو افسرانو په ګډون ۱۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي او کېدای شي چې دا شمېر نور هم زیات شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button