Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

افغانستان

پر پکتیکا او خوست د پاکستان هوايي بریدونه؛ د وژل شوو ۱۸ ته ورسېده

له سیمې سرچینې وايي، په دغه بریدونو کې د خلکو کورونه په نښه شوي چې د وژل شوو شمېر ۱۸ ته ورسېده

د پکتيکا ځايي سرچينې وايي چې د دغه ولايت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو په ترڅ کې د وژل شویو ملکيانو شمېر ۱۸ ته رسېدلی دی.

په خوست ولایت کې د برید سیمې ته د طالبانو لخوا څوک نه پرېښودل کېږي او د هغه ځای له اوسېدونکو سره هم اړیکه نه ده ټینګه شوې.

سرچينو چهارشنبه د مرغومې پر ۵مه، رسنیو ته منلې چې د دغو بریدونو ډېرى قربانيان ښځې او ماشومان دي.

د سرچينو په وینا، په دغو بريدونو کې استوګنیزې ودانۍ بشپړې له منځه تللې دي.

د مخابراتي شبکو پرې کېدل

د سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، له بريدونو مخکې په پکتيکا کې مخابراتي شبکې هم پرې شوې وې.

اوس هم په سیمه کې زموږ همکاران وايي، د برید سیمې ته نږدې مخابراتي شبکې سم کار نه کوي.

د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د طالبانو تر واک لاندې دفاع وزارت سخت غبرګون ښوولی او ویلي یې دي چې دغه برید به بې ځوابه پاتې نه شي.

پر افغان خاوره د تېرې شپې برید

د پاکستان الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په مرغه، لمن او پیتاوګي سیمو بمباري کړې ده. په بمباري کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره معلومات نه دي ور کړل شوي. دا بمبار کابل ته په افغان چارو کې د پاکستاني استازي له تګ سره هممهاله دی.

نور ولولئ: متقي: له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو

نور ولولئ: پاکستان کې د ناامنۍ اوج؛ تازه د پولیسو پر یوه مرکز برید شوی

د سیمې اوسېدونکي وايي، لومړۍ جنګي الوتکې پر میرعلي او تپي سیمه الوتنې پیل کړې، وروسته یې افغانستان ته مخه کړه او هلته یې بمونه وغورځول.

په پکتیکا کې یوې سرچینې وویل چې دغه هوايي بریدونه د برمل ولسوالۍ په لمن، مرغه او ولې واست سیمو کې شوي دي. سرچینه وايي، چې لومړی دوه بې پیلوټه الوتکې راغلې او وروسته جیټ الوتکو پر مختلفو سیمو بمونه وغورځول. سرچینه وايي، چې دوه بمونه په سرخوړي سیمه کې اچول شوي دي.

پر دې سربېره، د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي د پاکستان د هوايي بریدونو رپوټونو ته په اشاره لیکلي، چې که دا بریدونه ریښتیا وي، طالبان به ځواب ور کوي، خو د جګړې په ځای دواړه هېوادونه داسې هوکړې ته اړتیا لري چې یو هم د بل د امنیت ګواښلو لپاره ترهګرۍ ته اجازه ور نه کړي او په همدغه هوکړه ودرېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button