Uncategorized

ډونالډ ټړمپ: داد نه باور وړ ده چې لا هم امریکا طالبانو ته میلیاردونه ډالر لېږي

د امریکا نوی منتخب ولسمشر ټرمپ وايي، داد باور وړ نه ده چې لا هم امریکا طالبانو ته میلیاردونه ډالر مرسته ورکوي

اړوند مطالب:

راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

د افغانستان په تړاو د دوحې غونډې ته د حامد کرزي ګونګ پیغام

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د خپل هېواد مالی مرستې نه باورېدونکې وبللې او زیاته یې کړه، چې دا کار باید ونه شي.

ټرمپ د سه شنبي پر شپه په فلوریډا کې په یوه خبري کنفرانس کې له طالبانو سره د امریکا د مالي مرستو په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې طالبانو ته «میلیاردونه ډالر» لیږل کیږي.

هغه د امریکا پر اوسني ولسمشر جوبایډن نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا مرستې د هغه له خوا شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د امریکا د کانګرس استازي تیم بورجټ په یوه لیک کې له ټرمپ غوښتي وو، چې پر طالبانو مالي مرستې بندې کړي.

په همدې حال کې د اېکس شبکې څښتن او ټرمپ ته نږدې کس ایلان ماسک د ټیم بورچټ د لیک په تړاو پوښتلي وو:« ایا امریکا رښتیا هم طالبانو ته میلیونونه ډالر لیږي؟

طالبانو ته د امریکا د مالي مرستو لېږل د امریکا د جمهوري غوښتونکو استازو او د بشري حقونو د فعالانو تر منځ یوه د بحث وړ مسأله ګرځېدلې ده.

بلخو، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر (سیګار) وايي، واشنګټن په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو  تر واک لاندې افغانستان سره د ۳.۳۳ میلیارده ډالره مرسته کړې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button