Uncategorized

کرېکټ؛ افغانستان ۱۹ کلنو د پاکستان لوبډله ماته کړه

په درې اړخیزه لوبلړۍ کې افغان ۱۹ کلنو ځوانانو په لومړۍ لوبه کې پاکستان ‏ته ماتې ورکړه

نړیوال کرېکټ پوهان وايي چې د افغانستان کرېکټ په ساري توګه د ودې په حال کې دی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د پام وړ پرمختګ کوي.

تازه د افغانستان کرېکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې د درې اړخیزې ‏لوبلړۍ ‏په لومړۍ لوبه کې د ۱۰۰ منډو په توپیر سيال پاکستان مات کړ او بریا یې ترلاسه کړه.

دا لوبه جمعه د لړم پر ۲۵مه په متحده عربي اماراتو کې د «ای‌سي‌سي» په ‏اکاډمۍ کې وشوه.‏

د لوبې د ټاس ګټل

د لوبې ټاس پاکستانۍ ۱۹ کلنې لوبډلې وګاټه او لومړی یې توپ‌اچونه وکړه چې ‏افغان ۱۹ کلنو ځوانانو د فیصل‌خان ۱۲۳، محوب‌خان ۵۴، برکت ابراهیم‌زي ‏‏۳۶ او نظیف‌الله ۳۱ منډو پر مټ سیال پاکستان ۳۰۷ منډې هدف وټاکه.‏

فیصل‌خان شینوزاده د ۷ سلیزو، ۶ څلوریزو او ۱۱۳ توپونو پر مټ ۱۲۳ منډې ‏وکړې او لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې واخیسته.‏

نور ولولئ: د راشد خان نوی ریکارډ؛ په دریو توپونو یې درې لوبغاړي وسوځول

نور ولولئ: متیو وېډ له نړیوال کرېکټ څخه استعفا وکړه

نور ولولئ: افغان ملي اتلان او بنګله دیش نن برخلیک ټاکونکي لوبه کوي

په توپ‌اچونه کې د پاکستان په ګټه محمد احمد پنځه، علي رضا او عبدالسبحان یوه-‏یوه وېکټه واخیسته.

د ټاکل شوي هدف په ځواب کې پاکستانې لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان ‏سره د عثمان ۱۰۲، سعد ۳۶ او شاه‌زېب ۱۹ منډو پر مټ یوازې ۲۰۶ منډې ‏وکړې او په ستر توپیر بایلونکې شوه.‏

د پاکستان په مقابل کې د افغان لوبډلې بال

په توپ‌اچونه کې د افغان ۱۹ کلنې ملي لوبډلې په ګټه نصیرخان څلور، الله‌محمد ‏غضنفر، نورستاني عمرزي او عزیرالله نیازي دوه-دوه وېکټې واخیستې.‏

افغان ۱۹ کلنو ځوانانو د یادې درې اړخیزې لوبلړۍ مزل په ستر بري سره پیل ‏کړ او تر دې مهاله مخکې ده.‏

د یادونې ده چې د هېواد کرېکټ ۱۹ کلنه لوبډله راتلونکې دوشنبه د روانې ‏لړم ‏میاشت پر ۲۸مه د امارتو لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي.‏

خو پر دې سربېره نړیوال کرېکټ پوهان وايي، چې د افغانستان کرېکټ په بې ساري توګه پرمختګ کوي او افغان لوبغاړي د هرې ورځې په تېرېدو نوي تجربې تر لاسه کوي.

دوی زیاتوي چې ۲۰۲۳ او روان ۲۰۲۴ کال د افغان کرېکټ لوبډلې لپاره د لاسته راوړنو ډک کلونه وو.

په یادو کلونو کې افغان کرېکټ لوبډلې وکولی شول چې له هند پرته نورې مهمې لوبډلې لکه د پاکستان، بنګله دیش، سوت افریقا، سریلنکا، انګلېنډ او نورې لوبډلې ماتې کړي او لوبې ترې وګټي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button