Uncategorized

یوناما: ملګري ملتونه باید د اقلیمي بدلون په غونډه کې طالبانو ته هم بلنه ورکړي

یوناما ویلي، ملګري ملتونه دې د اقلیمي بدلون په ۲۹مه غونډه کې طالبانو ته هم بلنه ولېږي

یوناما داسې مهال د اقلیمي بدلون ۲۹مې غونډې ته د طالبانو په وربللو ټینګار کوي چې د طالبانو اوسنی واکمن رژیم په کور دننه او بهر نه مشروعیت لري او نه هم رسمیت.

تازه یوناما وايي، د اقلیمي بدلون په ناستو کې چې د ملګرو ملتونو له‌خوا جوړېږي باید د افغانستان د خلکو غږ هم واورېدل شي.

د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان زیانمنېدل

یوناما تېره شپه ناوخته په اېکس پاڼه لیکلي:« له هغه ځایه چې افغانستان د اقلیمي بدلون له پلوه سخت اغېزمن شوی؛ نو په کار ده، چې د اقلیمي بدلون په نړۍواله ناسته کې هم له افغانستانه استازی وروبلل شي.»

یوناما لیکلي، چې د دغه بنسټ مشرې روزا اوتنبایوا دغه څرګندونې په افغانستان کې «د اقلیمي بدلون په یو ملي کنفرانس کې» د ګډون پر مهال کړې دي.

نور ولولئ:   یوناما وايي، ۱۵ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې پراته دي

نور ولولئ: یوناما: افغانستان کې له کلونو راهیسې مرسته رسوونکو ته خنډونه موجود دي

په پام کې ده، چې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون ۲۹‌م کنفرانس چې د «کوپ ۲۹» په نامه هم یادېږي، د روان کال د نومبر په میاشت د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړ شي.

تېر کال دغه کنفرانس په عربي متحده اماراتو کې جوړ شوی و، چې هغه کنفرانس ته هم د طالبانو استازی نه و وربلل شوی.

د طالبانو په رسمیت نه پېژندل کېدل

هغه مهال هم طالبانو پر دې کار نېوکه کړې وه او دا یې هم ویلي و، چې افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون له امله یې سخت زیانونه ګاللي او باید په هغه کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وای.

خو نړۍوالو بنسټونو هغه مهال هم ویلي و، چې د نړۍوالو له‌خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او د کنفرانس سمبالوونکي نه شي کولای هغې ډلې ته بلنه ورکړي چې چا په رسمیت نه وي پېژندلي.

ملګري ملتونه وايي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په کتار کې راځي چې د اقلیمي بدلون له امله سخت زیانمن شوی او په تېرو دوو کالو کې یې خلکو د سر او مال درانه زیانونه هم لیدلي دي.

په ورته وخت کې طالبان د نړیوالو لخوا په رسمیت نه دي پېژندل شوي او شنونکي وايي، په کور دننه د افغان ملت لخوا هم مشروعیت نه دی ورکړل شوی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button