یونسیف: پاکستان زرګونه افغان ماشومان له دغه هېواده جبري ایستلي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونيسف) وايي، زرګونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته شړل شوي، چې ۲۰ سلنه یې هغه ماشومان دي چې له خپلو کورنیو یا سرپرستانو بېل پاتې شوي او په ډېرو سختو شرایطو کې اوسي.
یونيسف د هغو افغان کډوالو د اندېښمن وضعیت په اړه خبرداری ورکړی چې له پاکستانه ایستل شوي دي، او وایي چې هره ورځ زرګونه کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته راستنېږي.
په راپور کې راغلي، نژدې ۲۰ سلنه له پاکستانه شړل شوي افغان ماشومان دي چې له خپلو کورنیو یا والدینو بېل دي؛ دا کډوال په خورا اندېښمن حالت کې دي، ډېر زیانګالي دي او بېسارې اړتیاوې لري.
همداراز یونيسف خبر ورکړی چې د چین له لوري برابر شوي د حفظالصحې (نظافت) بستې د کډوالو پر کورنیو وېشل شوي دي. دغه بستې ۱۴ مهم توکي لري لکه: صابون، شامپو، د حفظالصحې پیډونه، د غاښ بورس، د غاښونو کریم، تولیه او د اوبو د ذخیره کولو لوښي.
د یونيسف په وینا، تر اوسه د حفظالصحې تر ۵۷۰۰ زیاتې بستې په تورخم کې د کډوالو پر کورنیو وېشل شوي دي.
راپور زیاتوي، که څه هم دا مرستې یوازې د کډوالو عاجلې اړتیاوې پوره کوي، خو دا ښيي چې نړیواله ټولنه د افغان ماشومانو او کورنیو ملاتړ ژمنه ده، په ځانګړي ډول د هغوی د بېرته ستنېدو او ژوند د بیا رغولو پر مهال.
تر دې وړاندې، د یونيسف د افغانستان د دفتر مشر «تاجالدین اویواله» ویلي و چې د ۲۰۲۴ له سپټمبر راهیسې، شاوخوا ۶۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ایستل شوي، چې په درو کې دوې برخې یې ماشومان دي.
د افغان کډوالو د جبري ایستلو له تشدید سره، ماشومان د دې بحران اصلي قربانیان ګڼل کېږي. دوی نه یوازې له خپلو کورنیو څخه د بېلتون له دردوونکې تجربې سره مخامخ دي، بلکې د کوربه هېوادونو له سختو شرایطو سره هم لاس او ګرېوان دي، او زیات شمېر یې د زدهکړو له خنډ او سختو رواني زیانونو سره مخامخ شوي دي.