تجارت خبرونهنړیوال خبرونه

یو شمېر سوداګرې د خپلو توکو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي

په افغانستان کې یو شمېر سوداګرې ښځې د خپلو تولیداتو لپاره د مناسب بازار له نشتوالي شکایت کوي او زیاتوي چې په وروستیو میاشتو کې یې د پلور بازار پیکه شوی دی

دې ښځینه سوداګرو چې د کاروبار له پیکه والي شکایت کوي له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د دوی د کاروبار ودې ته دې پاملرنه وکړي او په دې برخه کې دې ښځو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

سوداګره ممتاز یوسفزۍ وايي: “هغه ښځې چې په خصوصي سکټور کې کار کوي او په ځانګړې توګه د افغانستان خپل تولیدات لري چې باید دوی ته یو تل‌ پاتې بازار په نظر کې ونیول شي څو ښځې وکولای شي په مارکېټونو کې په ازاد ډول پلور وکړي.”

یوه بله سوداګره ذاکره زیاتوي: “د بازار د نشتوالي له کبله د ښځو محصولات او تولیدات کم شوي چې ځکه د کورنیو اقتصاد ښکته راغلی او د تېرو کلونو پرتله ښځې کم پېر کوي.”

له دې سره سم د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د متشبثو ښځو لپاره یې کورني بازارونه او همداراز روزنیز پروګرامونه جوړ کړي دي.

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره سلما یوسفزۍ وايي: “په ټول افغانستان کې مو ورته نندارتونونه جوړ کړل او د خونې له لوري چې ورسره ملاتړ کېږي هغه د ښوونیزو کورسونو دایرول دي.”

له بل لوري د اقتصادي چارو ځينې شنونکي هم په دې اړه څرګندونې لري

ځينې شنونکي پر دې باور دي چې د ښځینه‌ وو سوداګرو د کاروبار وده د کورنیو د اقتصادي ودې لامل هم کېږي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا وايي:”د اقتصاد په وده کې د ښځو اهمیت مهم دی او د دې تر څنګ چې د خپلو کورنیو ملاتړ کوي کولای شي لسګونه نورو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.”

نور ولولئ: پاکستان سره سوداګري دپخواپه پرتله کمه شوې

د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو له مخې له یوه کال راهیسې ۵۶۰ ښځينه سوداګرې د دې خونې په سوداګریزو او تولیدي برخو کې ثبت شوې دي.

د کورنيو توليداتو لپاره د همدغه روان لمريز کال په لومړۍ نېټه د سرپرست حکومت له خوا ملي نندارتون هم د کابل ښار په دارالامان ماڼۍ کې جوړ شوی و.

په نوموړي نندارتون کې د هېواد داخلي شرکتونو په سلګونه توکي ننداره ته وړاندې شول.

په تېر حکومت کې هم د ښځو د کاروبارونو د ودې لپاره ځینې پروګرامونه جوړیدل چې د دوی د کار په ښه والي کې یې مثبت رول لاره.

 

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button