ځاییکورني خبرونه

آيا شیخ ملي يوسفزی پيژنئ

شیخ ملي یوسفزی د یو سفزیو پښتنو یو مشهور مشر او لارښود تیر شوی دی

شبخ ملي د پښتنو په ډیرو مشهورو تاریخي کتابونو کې لکه د آخوند درویزه په تذکرة الابرار والاشرار، د افضل خان خټک په تاریخ مرصع، د محمد هوتک په پټې خزانې، د محمد حیات خان په حیات افغاني، د پیر معظم شاه په تواریخ حافظ رحمت خاني او ځینو نورو تاریخونو کې هم دشیخ ملي یوسفزي یادونه شوې ده.

د ده اصلي نوم آدم و چې په شیخ ملي سره یې شهرت درلود. پلار یې یوسف او د نیکه نوم یې مندو و چې د نسبونه شجره یې خرشبون او بیا سړبن نیکه ته رسیږي. نوموړی دیو سفزیو د مندړو د قبیلې داتمانزي دښاخ د اکازي د څانګې نه و.

کله چې په څوارلسمې زیږدیزې پیړۍ کې يو سفزي دکندهار د غوړې مرغۍ نه دکابل پر خوا ولیږدیدل، لومړی غزني اوبیا له هغه ځایه کابل ته راغلل اوپه کابل کې مغولی واکمن الغ بیګ په ۱۴۸۶ کال کې دیو سفزیو (۸۰۰) تنه مشران له تیغه تیر کړل نو دوی دجلال آباد په لورې وخو ځیدل. څه موده هلته تم شول او بیا وروسته د خیبر د تاریخي درې له لارې د پيښور ختیزو برخو ته لاړل او په دوآبه او اشنغر کې میشته شول او بیا په کراره کراره یې د سوات سیمه په خپله ولکه کې راوستله.

شیخ ملي بابا دیوسفزیو د یو منلي مشرپه توګه

شیخ ملی بابا په یوسفزو کې نامتو شخصیت تیرشوی دی. دی یو عادل، په زهد او تقوا او دیندارۍ کې مشهور او دتورې، پوهې او علم خاوند و. ده ته  د یوسفزیو خلکو او ولس  په درنه سترګه کتل. شیخ د یوسفزیو د قبیلې په اصلاح او سمولو کې دقدر وړ خدمتونه کړي دی او هم یې په دوی کې د ځمکو داسې عادلانه ویش وکړ چې ساری یې نه درلود.

د شیخ ملي دفتر او شیخ ملي د یوه ټولنیز ریفارمر (اصلاح غوښتونکي) په توګه

شیخ ملي سره له دې چې دیوسفزیو د قبیلې ستر مشر و د یوسفزو تاریخ او د پيښور او سوات په سیمه کې يې د دغې قبیلې تاریخې پيښې هم بیا ن کړې دي. ده یو کتاب درلود چې دفتر نومیږي، نوموړی کتاب نه یوازې د یوسفزیو د قبیلې تاریخي حالات پکې بیان شوي وو، بلکې د ځمکو د ویش کوم قوانین چې شیخ ملي وضعه کړی و، هم پکې بیان شوي دی. د شیخ ملی دفتر په یوسفزیو کې ډیر مشهور و او د افغانستان د ستر مورخ علامه عبدالحی حبیبي کندهاري دوینا له مخې تر یوولسمې زیږدیزې پیړۍ پورې دا کتاب هلته موجود و او خوشال بابا هم چې کله سوات ته سفر کړی و دغه دفتر یې لیدلی و.

دشیخ ملي بابا دفتر په نثر لیکل شوی واو په دفتر کې دځمکو دویش اصول او قوانین و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button