لوبې

آی پي ایل کې ګډون کوونکي ټولې لوبډلې راتلونکې اوونۍ ممبۍ ته ځي

ټاکل شوې ده چې د آی پي ایل ګډون کوونکي ټولې لس واړه لوبډلې به د مارچ په نیمایي کې ممبۍ ته لاړې شي او هلته به د چمتوالي په موخه تمرینات ترسره کړي.

د معلوماتو له مخې، د آی پي ایل د ګډون لپاره به ټولې لوبډلې د روانې مارچ میاشتې په ۸مه ممبۍ ښار ته ورسیږي او هلته به له ۳ او ۵ ورځو کرنتین وي.

نور یی ولوله | افغانستان کې د مالي معاملاتو امریکایي جواز مثبتو غبرګونونو سره مخ شو

له کرنتین وروسته له کورونا خوندي چاپیریال ته ولېږدول شي. د کرنتین پرمهال، چې درې ورځې یې جبري دي، د کورونا معاینات به یې هم کېږي او له هغې وروسته به تمرینات پیل کړي.

د دغه لیګ په سږني پړاو کې ټولې ۷۰ لوبې ترسره کېږي، چې زیاتره به یې د ممبۍ په درېیو لوبغالو کې ترسره شي او یو شمېر سیالۍ به بیا د پونې په ښار کې ترسره شي.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۲ کال آی پي ایل لوبې به د روانې مارچ میاشتې په ۲۶مه نېټه په دوو ګروپونو کې، چې الف ګروپ کې ممبۍ، ډهلي، کلکته، راجستان او بي ګروپ کې چینای سوپر کینکز، حیدراباد، بېنګلور، پنجاب او ګوجرات لوبډلې دي، ترسره شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button