نړیوال خبرونه

اردغان : ترکیه نور افغان کډوال نشي زغملی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  ترکیې ته د افغانانو د ناقانونه کډوالۍ په اړه وویل چې ” ترکیه کاروان سرای ندی او نشي کولی جې افغان کډوالو ته ځای ورکړي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې تیره شپه د یو خصوصي تلویزیوني‌ کانال سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.ولسمشر اردوغان   ددې پوښتنې په ځواب چې ایا د ناقانونه افغان کډوالو په اړه د ترکیې د سیاست څه دی؟ داسې وویل ، لکه څرنګه چې پوهیږۍ ترکیه دم ګړۍ د نږدې ۴ میلیونو تنو سوري‌ کډوالو کوربه دی. ترکیه د نورو کډوالو د منلو توان نلري.  د سوري کډوالو نه یو زیات شمیر يي‌ د مسلک او هنر خاوندان دي خو د افغان کډوالو په اړه وضعیت او حالات فرق کوي.

ترکیې د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي‌ په خاطر د عراق او ایران سره په ګډه پوله کې د ډیوار په جوړولو پیل کړی دی. دم ګړۍ تر ډیره حده د دیوارونو چارې بشپړې شوي‌ او دوام لري. مونږ دا دیوارونه د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوۍ په خاطر جوړو. ددې دیوارونو د چارو د بشپړیدو سره به په کامله توګه د ناقانونه  کډوالۍ مخه ونیول شي.

IMG 20210729 202024 570

هغه زیاته کړه چې  پدې هم ډیر ښه پوهیږو چې د وروستیو پرمختګونو نه وروسته افغانستان خلک هم د جدي‌ ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ دي.د طالبانو سره ددوې موجود بهیر د ستونزو ډک دی. پدې مسئله کې مونږ هم ځیني‌ اقداماتو باندې لاس پورې کړی. زمونږ ځیني‌ اړوند ادارات د طالبانو سره د خبرو کولو په خاطر کار کوي. ولسمشر اردوغان وویل ددې امکان شتون لري‌ چې د طالبانو مشرتابه شخصآ پخپله حضور ته قبول کړي.

ځکه چې پدې برخه کې مونږ هم باید یو څه وکړو. که چیرې ځیني‌ مسئلې د همدې اوس نه تر کنټرول لاندې ونه نیول شي  وروسته يي کنټرول ډیره ګرانه خبره ده. وروسته په افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت هم ناممکنه کیږي.ښاغلي اردوغان وویل چې دم ګړۍ پدې مسئلې کار کوو چې ایا دا ګامونه باید د چا سره په ګډه اوچت کړو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button