نړۍ خبرونه

اردوغان: ترکیه نور افغان کډوال نه قبلوي

 ترکیه ترکیه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د افغانستان په باره  د شلو صنعتي هېوادونو په غونډه کې وویل چې افغانستان کې حالتو  ته په لیدو سره  ښايي له افغانستان نه کډوالي ډېری  شوی  او هېواد به یې و نه شي کولای چې د افغان کډوالو له یوې بلې څپې سره مخامخ شي

ښاغلي اردوغان زیاته کړه چې له افغانستان نه  د کډوالو نوې څپه کولای شي چې پر اروپايي هېوادونو هم تاثیر  ولري او ټینګار یې وکړ چې شل صنعتي هېوادونه (جي – ۲۰) باید طالبانو ته د همشموله  حکومت لارښوونه وکړي د ترکیې ولسمشر د افغانستان په هکله  د شلو صنعتي هېوادونو په غونډه کې دغه راز وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ خطر اوس هم پخپل عادی حال دی او د اګست په میاشت کې د کابل له هوايي ډګر سره نژدي برید یې مثال  وبله دا په داسې حال کې ده چې ترکيې پر خپلو پولو امنيتي تدابیر خورا  زيات کړي او خبرداری يې ورکړی چې نور افغان کډوال او پناه غوښتونکي نه شي منلی

article 17

ترکيه اوس  وخت نړۍ کې تر ټولو د ډېر شمېر کډوالو کوربه هېواد دی چې ترکي ځواکونه اوس وخت د هغو کسانو پرضد عملیات کوي چې له پولې په پټه تېرېږي او هغوی چې د قاچاقبرانو په خوندي ځایونو کې وي او کېدای شي چې د طالبانو له ویرې تښتېدلي وي. ترکیه کې تېر کال نږدې دوه لکه افغان کډوال نیول شوي  ترکیه ایران سره پر پوله مو ۱۳۳ کډوال نیولي، ۵۹ پکې افغانان دي ترکیه نږدې ۶۰۰ بې قانونه افغان کډوال ستنوي ویل کېږي چې ډېری افغانان د ترکیې په وان ولایت کې له پولې د اوښتو کوشش کوي.

ا هم ولولئ | افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو په اړه د ملګري ملتونه څیړنه

دا په داسې حال کې ده چې هغلته له ایران سره پر پوله درې کاله وړاندې د کډوالو د مخنیوي په هدف  دېوال جوړ شو او اوس لا غځول شوی دی . د طالبانو  حاکمیدو د کابل  وروسته دې ځای ته اضافي ترکي ځواکونه لیږل شوي  ترکیې وار دمخه درې اعشاریه شپږ میلیونو سوريايي کډوالو ته ځای ورکړی .

د وان ولایت والي محمد امین وايي ترکي ځواکونه شپه او ورځ کار کوي چې ترکیې ته د اوښتونکو کډوالو مخه ونیسي د نوموړي زیاتوی په وان ولایت کې ترکیې ته اوښتل ناممکنه دي او هغه خلک چې کډوالۍ ته   دضروروت لری پدی لوري دی نه ورځي په ځینو ویډیوګانو کې لېدل شوی چې په لسګونه زره افغانان په نیمروز ولایت کې د ایران خاورې ته د اوښتو په انتظار دي

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button