نړیوال خبرونه

اردوغان: د عسکرو تر وتلو وروسته ترکیه د افغانستان د وضعیت د مدیریت لپاره چمتو دی

اردوغان: د عسکرو تر وتلو وروسته ترکیه د افغانستان د وضعیت د مدیریت لپاره چمتو دی.د ترکیې ولسمشر «رجب طیب اردوغان» وایي، د امریکایي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به ترکیه یوازینی هیواد وي، چې د افغانستان د ثبات لپاره به کار کوي.

طیب اردوغان چې بروکسل ته د سفر تر پيلېدو وړاندې يې د استانبول په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځوابولې وویل، چې د ترکیې چارواکو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د ثبات په تړاو خپله طرحه له امریکايي چارواکو سره شریکه کړې او هغوی ترې خوښ دي.هغه که څه هم ددې طرحې په اړه نور جزئيات وړاندې نکړل، خو په خبره یې، امریکا د افغانستان په اړه په ترکیه حساب کوي.

هغه زیاته کړه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازینی د «باور وړ» هیواد وي، چې د افغانستان د ثبات لپاره به کار کوي.د اردوغان په خبره، د بروکسل د ناستې په څنډه کې به د امریکا  له ولسمشر «جوبایډن» سره هم د افغانستان په اړه وغږېږي.ورته وخت د ترکیې یوه چارواکي ویلي، چې که شرایط برابر شي هیواد یې په افغانستان کې د پوځيانو د ساتلو او د کابل هوایي ډګر د امنیت خوندي کولو ته چمتو دی.

erdogan nica1385645 459941c

دده له قوله، شرایط دا دي، چې د ناټو غړي هیوادونه باید په همدې برخه کې خپلې مالي او نظامي مرستې له ترکیې سره روانې وساتي.ترکیه داسې مهال د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته افغانستان کې ښکېلتیا چمتووالی ښيي، چې له افغانستانه د امریکایي  او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ پنځوس سلنه بشپړه شوې.

او نږدې راتلونکې کې ښایي د ناټو نظامي حضور په افغانستان کې پای ته ورسېږي.د بهرنیو ځواکونو د وتلو د پروسې له دوام سره په یو وخت د ناټو ټول تمرکز د کابل هوايي ډګر  د امنیت په  خوندي کولو دی او داسې راپورونه شته چې ښایي یاد مسئولیت ترکیې ته وسپارل شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button