نړیوال خبرونه

اریانا سعید په اروپايي پارلمان کې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه بحث کړی

د افغانستان مشهوره سندرغاړې اریانا سعید وایي، چې نن دویمه ورځ ده چې په اروپايي پارلمان کې د افغانستان په اړه ناسته کې ګډون کوي او نن یې د افغانستان د ښځو د وضعیت په اړه بحث کړی دی.

اریانا سعید پرون د اروپايي پارلمان ځینې عکسونه خپاره کړي و او لیکلي یې و، چې د افغانستان د ښځو په استازولۍ په اروپايي پارلمان کې ګډون لري. نن نوموړې نور عکسونه خپاره کړي دي او لیکلي یې دي، چې په اروپايي پارلمان کې یې دویمه ورځ ده، چې په بحث کې یې ګډون کړی دی.

نور یی ولوله | سلمان خان په اړه جالب خبر؟

هغې لیکلي دي، چې خوشحاله یم چې په هغه بحث کې مې ګډون وکړ، چې په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه یې بحث کاوه، همدا راز هنرمندانو ته د ورپېښو چېلنجونو په اړه هم وغږېدو، چې اوس ورسره په افغانستان کې مخ دي.

د یادولو وړ ده چې په اریانا سعید په ټولنیزو رسنیو کې له دې امله ډېرې نیوکې هم شوې دي، چې هغه ولې د افغان مېرمنو استازولي په اروپايي پارلمان کې کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button