سیمه ییز خبرونه

ازبکستان د افغانستان په اړه نړیواله کنفرانس جوړوي

د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې تاشکند به ډېر ژر د افغانستان په هکله د یوې نړۍوالې غونډې چې د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړۍوالو بنسټونو استازي به په کې حضور ولري کوربه وي.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت په يوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه غونډه به د جولای میاشتې په ۲۵ او ۲۶ جوړه شي

په دې غونډه کې به پر سیمه ییزو، اقتصادي چارو تمرکز وشي

په دې غونډه کې به د سیمه ییزو، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو په تړاو خبرې وشي. په دغې خبرپاڼه کې راغلي دي:«د دې غونډې اصلي موخه دا ده، چې له جګړې وروسته د افغانستان ټیکاو، امنیت، بیارغونې او له سیمه ییزو همکاریو سره د هغه د یوځای کولو لپاره چې د افغانستان د خلکو او ټولې نړۍ په ګټه وي، نړۍوالې ټولنې ته تګلار وټاکي

نور یی ولوله | پلازمینه کې درسي امکانات؛ زده کوونکي: ټولګي او درسي توکي نه لرو

نور یی ولوله | د هلمند د تړون له مخې د ایران حق‌ابې په اړه د کابل–تهران هوکړه

د دغې خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې به د څه باندې شلو هېوادونو او نړۍوالو مرستندویانو استازي ګډون ولري. د سیاسي چارو شنونکی ولي فروزان وايي:«د خپله ازبیکستان په وینا، له افغانستانه د نړۍ پاملرنه لرې شوې ده او نړۍ مسوولیت لري چې د افغانستان په تړاو د اقتصاد او د افغانستان د نظام په هکله یو مهم رول ولوبوي، چې افغانستان څنډې ته نه شي او اقتصادي او سیاسي سیسټم یې په بشپړه توګه ونه پاشل شي

  
د اقتصادي چارو شنونکي نازکمیر زیارمل هم وویل:«په اقتصادي برخه، افغانستان ته د بشرپاله مرستو، د افغانستان ټرانزیټي مسایلو او له افغانستان سره د ازیبکستان د نیمګړو پروژو په ځانګړې توګه له ازبیکستانه تر کابله او له کابله تر پېښوره د رېل پټلۍ مسایل به د دغې غونډې په اجنډا کې وي او بحث به پرې وشي. بل خوا کابل وایي چې ټاکل شوې ده، د ازبیکستان په رسمي بلنه د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی چې د ځينو نورو وزارتونو استازي به هم په کې شامل وي، په دې غونډه ې ګډون وکړي


 
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«د ازبیکستان په رسمي بلنه، د امیرخان مقتي په مشرۍ د دغه پلاوي په تشکیل کې د وزارتونو او سکټوري بنسټونو غړي به هم حضور ولري او اسلامي امارت خپله داعیه او د هېواد اړتیاوې به څرګندې کړي او د دغې غونډې په څنډه کې به له بېلابېلو لوریو سره بحث او خبرې وکړي. تر دې مخکې هم د افغانستان په تړاو څو غونډې جوړې شوې دي، خو تراوسه هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button