نړۍ خبرونه
رجحان

اسرائیلي پوځ: په لبنان کې مو په هوايي برید کې د حماس مهم قوماندان وژلی

د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې د حماس یو جګپوړی امنیتي چارواکی یې لبنان کې په هوايي برید کې وژلی دی

د اسرائیل پوځ تایید کړې چې د لبنان صیدا ښار ته نږدې یې یو موټر په هوايي برید کې په نښه کړی او د فلسطین د حماس غورځنګ یو امنیتي چارواکي یې په کې وژلی دی.

اسرائیلي ځواکونو وژل شوی کس ‘سامر الحاج’ بللی چې د دوی په وینا له لبنان څخه پر اسرائیل د بریدونو مسوول و.

دی د لبنان په صیدا ښار کې د فلسطیني کډوالو له ټولو په ستر پنډغالي ‘عین الحلوه’ کې د حماس د ډېرو مهمو څېرو له ډلې بلل شوی.

له غزې د باندې اهداف په نښه کول

دا په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې د لبنان په صیدا ښکار کې د خپلې بڼې لومړنی برید دی.

عین الحلوه کمپ هم د فلسطینيانو د نورو ټولو پنډغلو په څېر د ۱۹۴۸ کال جګړې له کبله د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو د مېشتېدو لپاره جوړ شوی دی.

د اسرائیل پوځ تېرې لس میاشتې په غزې کې د جګړې ترڅنګ په نورو سیمو کې هم د حماس او حزب‌الله پر اهدافو بریدونه جاري ساتلي دي.

د لبنان حزب‌الله غورځنګ بیا د اسرائیل پر شمالي سیمو د توپونو، توغندیو او ډرونونو بریدونه کوي.

دا نښتې که څه هم تر اوسه تر ډېره په سرحدي سیمو پورې محدودې پاتې شوې، خو په دې وروستیو کې د حماس او حزب‌الله د مهمو مشرانو له وژل کېدو سره یې په تمام عیاره جګړه د اوښتلو خطر ډېر شوی دی.‌

د اسرائیلو بریدونو کې د نورو مشرانو وژل

تېره جنورۍ د لبنان د پلازمېنې بېرت په یوه څنډه کې د اسرائیلي ځواکونو په هوايي برید کې د حماس د سیاسي څانګې مرستیال او د لوېدیزې غاړې مشر صالح العاروري ووژل شو.

تېره اوونۍ همدې سیمې ته نږدې په یوه بل ورته برید کې د حزب‌الله جګپوړی پوځ قوماندان ‘فواد شکر’ په نښه شو.

د هغه تر وژل کېدو یوازې څو ساعته وروسته په تهران کې د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه ظاهرآ په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

ښاغلی هنیه د ایران د نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د لومړې په مراسمو کې د ګډون لپاره ایران ته تللی و.

تهران او د حماس او حزب‌الله په څېر سیمه ییز متحدان یې د اسماعیل هنیه د وژل کېدو پړه پر اسرائیل اچوي او ګواښ یې کړی چې غچ به یې واخلي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button