ځایی
رجحان

اسلام اباد: دا ځل به د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په پراخه کچه پیل شي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو د ایستلو په اړه تازه خبر ورکړی دی

د پاکستان ریاست له افغان کډوالو سره د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو خلاف چلند کوي. دوی وهي، زنداني کوي او افغانستان ته د شړلو په وخت کې یې نغدې پیسې او نوره سرمایه اخلي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، د افغان کډوالو د ایستلو دوهم پړاو به ژر پیل شي.
اسلام اباد,افغان,افغان کډوال

پاکستان د تېر کال په نوومبر کې د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو بهیر اعلان کړ او ډېرو کتونکو د پاکستان اعلان پر افغانستان د فشار لپاره یوه سیاسي حربه وبلله. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له لوري د افغان کډوالو د ایستلو د دوهم پړاو اعلان هم داسي ښکاري چې سیاسي انګېزه ولري.

له ترهګرۍ د پاکستان اغېزمنېدل

نقوي پر خپله ایکسپاڼه لیکلي:

«موږ خپل هیواد افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته استولو لپاره ژر بل پړاو پیلوو.
اسلام اباد,افغان,افغان کډوال

پاکستان له ترهګرۍ زیات اغېزمن هیواد دی. د پاکستان امنیتي ځواکونو د تروریزم خلاف په جګړه کې بې سارې قربانۍ ورکړي دي.»

ده نور جزییات نه دي ورکړي چې مثلاً په دوهم پړاو کې به کوم افغان کډوال له پاکستانه ایستل کېږي او یا کله به دوهم پړاو پیلېږي.

نور ولولئ: طالبان نن (اګست ۱۴مه) واک ته د رسېدو کلیزه نمانځي

نور ولولئ: پاکستان او ترکمنستان: د افغانستان له لارې د ټاپي پروژې چارې باید چټکې شي

په پاکستان کې د بریدونو پړه

پاکستان چې د ټي ټي پي، بلوچو بیلتون غوښتونکو او نورو ډلو له زیاتېدونکې جګړې سره مخامخ دی، کله وايي چې حمله کوونکي د افغانستان له خاورې وراوړي او کله بیا په عین حال کې وايي چې پر ټوله ډیورند کرښه یې دېوال او ازغن سیم درولي او هیڅوک پرې تګ راتګ نه شي کولی او کله بیا ناامني په پاکستان کې له مېشتو افغان کډوالو سره تړي.

پاکستان د تېر کال په ژمي کې شاوخوا ۶ لکه افغان کډوال له خپلې خاورې په داسي حال کې وایستل چې یو شمېر کډوال یې دې ته پرې نه ښودل چې د خپل کور وسایل له ځان سره راوړي.

خو دا ځل هم پاکستان خبر ورکړی چې اسلام اباد به د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ډېره ژر پیل کړي.

افغان کډوال له طالبانو غواړي چې په افغانستان کې ورته د کار زمینه او سرپناه برابره کړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت لا هم نه دی توانېدلي چې له افغان کډوالو سره د پاکستاني ریاست د ظلم او جبر مخه ونیسي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button