نړیوال خبرونه

اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره د ۴۰۵ میليونه ډالرو مرستې اعلان وکړ

د اسیا پراختيايي نړیوال بانک افغانستان ته د ۴۰۵ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړى.دغه پیسې به د ملګرو ملتونو او د خوړو د نړيوالې ادارې له لارې له افغانانو سره د خوړو او درملو رانيولو او د ښوونې او روزنې برخه کې و لګول شي. د نړیوالو ټولنو د اټکلونو پر بنسټ افغانستان کې نژدې ۲۳ ميليونه وګړي مرستو ته اړتيا لري.

د اسيا پراختيایي بانک د خبرپاڼې له مخې له دغو پیسو به ٢٠٠ میلیونه ډالر د خوړو نړيوالې ادارې ته ورکړل شي چې ۸۰۰ زرو کسانو ته اړین خواړه برابر کړي. په همدې توګه به ۱۶۸ زرو وګړو ته د کار په بدل کې نغدې پيسې ورکړل شي.

همدا راز د اسیایي بانک له دغې مرستې ۲۰۰ میلیونه ډالره د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف ته ورکول کېږي، چې پر روغتونونو لګښت او د دارو درملو برابرولو لپاره وکارول شي. ټاکل شوې یونیسف هم کلیوالو سیمو کې نجونو ته د زده کړې د زمينې برابرولو لپاره له دغو پيسو ګټه پورته کړي. له هغه راهيسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، نړيوالو له دې هېواد سره مرستې درولې او نژدې لس ميليارده ډالره د افغانستان شتمني په نړيوالو بانکونو کې کنګل ده.

نور یی ولوله | عمران خان ویلي نړیواله ټولنه باید د خپل نړیوال مسوولیت له مخې له افغانانو سره کمک وکړي

د نړیوال بانک په ګډون ځینې ادارو بیا دا وروستیو کې داسې هڅې پیل کړې، چې د کنګل شویو پیسو یوه برخه په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره د ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو په واک کې داسې ورکړل شي، چې د طالبانو لاس ته ور نه شي.

اروپايي ټولنې په دې وروستيو کې په کابل کې استازولي پرانيستې چې د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي خو وايي له رسمیت پیژندلو یې ډډه کوي. یاده دې وي چې د اروپایي ټولنې په ګډون د نړۍ هېڅ کوم هېواد تر دې دمه افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button