لوبې

اسټرالیا د ایشیز دریمه لوبه او لوبلړۍ هم وګټله

ایشیز لوبلړۍ د دریمې ټیسټ لوبې پایله هم معلومه شوه، اسټرالیا په دې لوبه کې هم انګلستان لوبډلې ته په یوه پاڼۍ او ۱۴ منډو سخته ماتې ورکړه دا لوبه د اسټرالیا په کوربتوب په میلبورن ښار کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې اسټرالیا لوبډلې ټاس وګټه او د توپ اچونی پرېکړه یې وکړه

انګلستان په ۶۵ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۱۸۵ منډې یې وکړې. د دوی له لورې جو روټ ۵۰، بین سټوکس ۲۵ او جوني بیرسټو ۳۵ زیاتې منډې وکړې د اسټرالیا لپاره پیټ کمینس او ناتن لین ۳-۳ لوبغاړي وسوځول. همدا رانګه میچل سټارک ۲، سکاټ بولېنډ او کمرون ګرین ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه

نور یی ولوله | ملګرو ملتونو د طالبانو پر مشرانو د سفر لګېدلي بندیزونه د دریو نورو میاشتو لپاره نرم کړي

اسټرالیا د انګلستان د ۱۸۵ منډو په ځواب کې ۸۸ اورونه ولوبول، ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړې او ۲۶۸ منډې یې جوړې، چې ډیویډ وارنر ۳۸ او کارکس هاریس ۷۸ زیاتې منډې وکړې. انګلستان ته جیمس اندرسن ۴، اولي روبینسن او مارک ووډ ۲-۲، جیک لیچ او بین سټوکس ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه انګلستان په دویمه پاڼۍ کې ۲۷.۴ اورونه ولوبول، ټول لوبغاړي وسوځېدل، یوازې ۶۸ منډې یې وکړې او په یوه پاڼۍ او ۱۴ منډو یې دریمه ټیسټ لوبه هم وبایلله او د ایشیز لوبلړۍ اسټرالیا ۳-۰ وګټله او دوه ټیسټ لوبې لاهم پاتې دي د انګلستان لپاره یوازې جو روټ واتونېده چې له ۲۸ زیاتې منډې جوړوي او د اسټرالیا لپاره سکاټ بولېنډ ۶، میچل سټارک ۳ او کمرون ګرین ۱ ویکټ ترلاسه کړه. سکاټ بولېنډ د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button