نړیوال خبرونه

افغانانود کرونا ویروس نه څه درس واخیست ؟

د هیواد عامې روغتیا وزارت وايي، د ناپاکې هوا او پاکۍ ته د نه پاملرنې له کبله پېدا کېدوونکې تنفسي او ځينې نورې مرضونه د تېرکال د همدغو شپو ورځو پرتله سږ نيم په نیمه کمې شوې دي..

یاد وزارت يې لاملونه د قرنطین شپو ورځو پر مهال روغتیايي لارو چارو ته د خلکو د پام رش  او د هوا پاکېدل ښيي. خو وايي، که خلک قرنطین بابېزه وګڼي نو په راروانو شاوخوا دوو اوونیو کې به کورونا وېروس په افغانستان کې ناورین رامنځ ته کړي. د نورو سرخوږیو تر څنګ دې وبا ځينې هغه افغانان له توپيري چلند سره مخ کړي چې په مازې دوړو او ګردونو هم زکام کېږي. وايي خلک کرکه ترې کوي او فکر کوي کورونا به  ترې انتقال شي.

د کابل په شمول مو د افغانستان په ځینو نورو ځایونو کې هغه کسان وموندل چې ډېر زکام کېږي، یا د نورو پرتله يې ډېر والګی نیسي. یو شمېر کسانو وویل چې له خاورو، دوړو او له ګاډو وتوونکي لوګي سره حساسیت لري او ځينې نور بیا د عطرو له تېز بوی سره هم اساسیت لري. .

نصرت وايي: ”چې ګرد وي، هوا وي، لوګی وي، یا څوک مې څنګ کې ټوخيږي چې یوازې ويې هم وینم بس زکام کېږم او له پزې مې اوبه بهېدل شروع کيږي منا: ”ګرد، خاورو او غبار سره زکام کېږم او چې بل څوک پر زکام اخته وي هم نو کرکه رازي.

دا ټول په دې خوښ دي چې اوږده موده شوه والګي نه دي وهلي خو د کورونا کوېد-۱۹ ناروغۍ له امله له توپيري چلند او کرکې سره مخ کېدو ګیله من کړي هم دي، ځکه چې یا به پرنجېدل ډېر او یا به يې پوزه بهېده. نصرت ځاځی طب وايي او تر قرنطين لږ مخکې یوه ورځ-چې زکام هم و- د استاد کتنځي ته ورغلی و:

”استاد مې وویل ولې خفه غوندې يې، ما ویل لږ زکام یم او ستونی مې خارښ کوي. راته ویې ویل چې دا خو د کورونا علامې دي، نور زما دفتر ته مه راځه. چې زه راپاڅېدم، زر زر يې دستکشې وایستل، نورې يې واچولې او لاسونه يې هم په سينېټایزر ومينځل. زه يې دې چلند خواشینی کړم”.

په هیواد کې د کورونا وبا د خپرېدو د مخنيوي په موخه وضع شوی قرنطین په ځينو سيمو کې هغسې پلی نشو چې په کار ده د حکومت او روغتیاپالانو له سپارښتنو سره سره یو شمېر خلکو مخ ماسک کارولو، په صابون د لاس مينځلو او خپل منځ کې واټن ساتلو ته چندان پام ونکړ او د کوچني اختر په رانږدې کېدو سره ښارونه، کوڅې او بازارونه دا دی بیا د خلکو د ګڼې ګوڼې شاهدان دي. د خلکو دې وضعیت حکومت او اړوند ادارې اندېښمنې کړې دي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره او د عامې روغتیا وزارت دواړه په دې نظر دي چې قرنطین د نورې نړۍ په څېر افغانانو ته هم ګټور درس ورکړ. په خبره يې، خلک يې وپوهول چې څنګه خپلې روغتیا ته پام ډېر کړي اوهوا او چاپېریال پاک وساتي.

دا هم باید یاده کړو چې کرونا د افغانستان په شمول ټوله نړۍ ال هم نیولې ده او د مثبتو پېښو په شمول مرګ ژوبله هم لري نو مونږ ټول افغانان باید  کرونا جدي ونیسو او خپل ژوند ډېر په احتیات سره تېر کړو تر څو د ډېر زیان نه مخنیوۍ وشي. او دغه ناروغي ژرتر ژره له منڅه الړه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button