نړیوال خبرونه

افغانستان: د روغتونونو د جوړولو لپاره بودیجه ځانګړې شوې

ولسمشرۍ مانړۍ یوه خبرپاڼه کې لیکلي، ارګ کې غونډه پرون محمد اشرف غني په مشرۍ ترسره شوه. په دې غونډه کې د ۵۰۰ وینټلاتور د تدارک او د روغتیایي مرکزونو د جوړولو او بیارغاولو لپاره د ۳۱۳ میلیون افغانیو تخصیص په ګډون ۴۸ تدارکاتي موارد منظور شول. یادې غونډه کې په ۴۹ تدارکاتي مواردو د بحث او ارزونې په پایله کې له ۱۲.۵ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۴۸ موارد د کمیسیون له لوري منظور شول

د افغانستان دتدارکاتو کمیسیون د د پغمان او جبل السراج ماڼۍ د بالا باغ ماڼۍ د بیارغاونې پروژې په ګډون د دوو قراردادونو په اړه تصمیم ونیوه چې د دغو پروژو پیسې دې چې ۳۱۳ میلیون افغانۍ کېږي په مماکت کې د روغتیایي سنټرونو او روغتونونو د جوړولو او بیارغاونې لپاره مختص شي. پر دې سربېره د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۵۰۰ وینټلاتور او د تشخیصیه کېټونو او د COVID-19 د مصرفي موادو د مستقیمې منظورۍ د تهیې او تدارک پروژې قرارداد له ارزونې وروسته منظور شو.

په دې غونډه کې د دریو میاشتو لپاره له پنځه میلیون څخه شل میلیون افغانیو ته د پرچون خریدارۍ د پولي صلاحیتونو د زیاتوالي په اړه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ګډ وړاندیز د کمیسیون له لوري منظور شو.

ددې سربېره کورنیو چارو وزارت د دې وزارت په قراردادونو او د احتمالي داوطلبانو په لېست کې د قېمتونو تعدیل په اړه د لارښوونې وړاندیز او ملي دفاع وزارت د روغتونونو د اړتیا وړ طبي ملزوماتو، درملو او ریجنټونو د پروژو د مراحلو ترسره کولو او د هوایي ځواکونو د څلورو هلیکوپټرو د اړتیا وړ یو قلم تېلو د تدارک په اړه لارښوونې هم د کمیسیون له لوري وارزول شوې او په اړه یې لازمې لارښوونې وشوې.

سرچینه زیاتوي؛ د ولسي تړون پروګرام د پروژو په اړه د نړیوال بانک ادارې یاداشت هم د کمیسیون له لوري وارزول شو. په همدې حال کې د یو شمېر نورو پروژو د تعدیل منظورۍ غوښتنه هم د ملي تدارکاتو کمیسیون له لوري وارزول شوه.

راپورونه وايي، په دې غونډه کې د کمیسیون غړو د دې کمیسیون د پخوانیو پرېکړو چې یو شمېر پروژې په کې شاملېږي، د لارښوونې د تحقق په راپور بحث وکړ.

ارګ ویلي؛ د هیواد جمهوررئیس پر دې پروژو د بحث پر مهال د تدارکاتي بنسټونو په مسوولینو ټینګار وکړ چې د تدارکاتي پروژو د شفافیت او مؤثریت د تقویت لپاره له بین المللي تمویلونکو بنسټونو سره ګډې هڅې وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button