نړیوال خبرونه

افغانستان کې دکورونا وېروس۴۰ تازه پېښې ثبت شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن د پنجشنبې په ورځ (د اپرېل ۹) په یوه خبري غونډه کې وویل چې له دې وېروس څخه رغیدلي کسان شاوخوا ۳۲ کسان دي او د مړو شویو شمېر ۱۵ ته رسېدلی دی. ښاغلي فیروز زیاته کړه، چې په پلازمېنه کابل کې د دې وېروس د نمونې اخېستنې په پار به ۲۲نور مرکزونه پرانیزي او همدارنګه نوموړي وویل د کابل ګڼ میشتي ښار کې ممکن د کورونا ویروس لا خپور شي .

ده د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د چمتوالي په موخه به د کابل په لویدیځ کې د دارالامان ماڼۍ او د کابل پوهنتون لیلیې هم د کورونا په ویروس د ککړو ناروغانو د درملنې په مرکزونو بدل کړي. دی وايي دا مرکزونه له هغې وروسته پرانیزو چې په پلازمینه کابل کې ۱۰ پېښې ثبت شوي دي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې حالت بوږنوونکی دی او په دې وېروس د اخته کسانو شمېر او روغتیايي ستونزې به زیاتې شي او له خلکو یې وغوښتل چې لا پاملرنه زیاته کړي.

د نویو چمتوالي تر څنګ د کورونا خپریدو مخنیوي په موخه حکومت په پلازمینه کابل کې د سختو محدودیتونو اعلان هم کړی خو ښکاري چې لا هم هغسې چې حکومت يي تمه لري نه عملي کيږي.

همدارنګه د کندهار د روغتیا رییس اشرف نادري نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په دې ولایت کې په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې د کورونا نهه مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې په دې سره په دغه ولایت کې پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۳۲ ته ورسېد .

له کابل ور هاخوا د هېواد په لویدیځ کې هرات د کورونا ویروس تر ټولو د ډېرو پېښو لرلو له کبله د کورونا ځپلو ولایتونو په سر کې دی.

افغانستان کې دکورونا وېروس۴۰ تازه پېښې ثبت شوي
لکه څنګه چې موږ او تاسو ته معلومه ده چې د کرړنا ناروغي ټوله دنیا نيولې ده او دا وبا په دنيا کې عام وګړي اندېښمن کړي دي د نورو هېوادونو په څېر افغانستان کې هم مخ په تېزېدو دۍ او د هرات ولایت په شمول نورو ولایتونو ته هم رسېدلۍ دۍ.

هلته نوي والي سید وحیدالله قتالي یو ځل بیا پر خلکو غږ کړی چې د دولت له خوا وضع شوي محدودیتونه جدي وګڼي، که نه د ده په وینا پېښې لا ډيریدای شي:

“په دې ولایت کې یوه خوړنیزه ډیپو جوړوو چې د ۷۰ زره کورنیو لپاره به بسنه وکړي. که تر راتلونکو درېیو میاشتو دا ګرځبندیز همداسې دوام ومومي کولی شو له دې ډیپو یې اړتیاوې پوره کړو.”

ښاغلي قتالي وویل هرات ته د دې ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه زیاته اندازه امکانات ورکړل شوي او په خبره یې لا تر اوسه یې پنځوس سلنه نه دي لګول شوي. په ورته مهال د افغانستان مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د کورونا وېروس د پېژندنې په موخه یو اپلیکشن جوړ کړی چې د انټرنیټ پرمټ کولی شي، د یو کس روغتیايي حالت معلوم کړي چې څه وضعیت کې دی

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button