نړیوال خبرونه

افغان حکومت د اسلامي امارت د چارواکو پر سفرونو د بندیزونو لېرې کېدل غواړي

د سفر د معافیت د نه غځولو څرنګوالی

د اسلامي امارت د ځينو چارواکو د سفرونو د معافیت د نه غځېدو په درشل کې، کابل یوځل بیا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د اوسني حکومت د چارواکو پر سفرونو بندیزونه لېرې کړي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي ګواښ کوي چې بندیزونه به د کابل او نړۍوالې ټولنې ترمنځ واټن زیات کړي او دا واټن به ښې پایلې ونه لري. ښاغلي کریمي زیاته کړه:«باید پر دې تمرکز او فوکس وشي چې ډپيلوماټيکې لارې غورې شي، نو دا ښه ده غاړه کېږدي او اسلامي امارت د نړۍ په کچه د یوه مسوول نظام په توګه مطرح کړي.

بلخوا، د اسلامي امارت چارواکو له هغې وروسته لکه چې د اګېسټ په ۲۰مه د سفرونو معافیت یې پای ته ورسېد، له هېواده بهر یې هېڅ سفر نه دی لرلی او روښانه هم نه ده چې کله به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به په دې هکله پرېکړه وکړي.

د هېواد سیاستوال سید اسحاق ګیلاني هم په دې بارو دی که چېرې د اوسني حکومت د چارواکو د سفرونو معافیت تمدید نه شي، افغانستان به نور هم له سیاسي انزوا سره مخ شي. 

نور یی ولوله | اسلامي امارت: د متحده ایالاتو د سولې انسټېټیوټ راپورنا سم دی

نور یی ولوله | د کرغستان پخوانۍ ولسمشره افغانستان لپاره د ملګري ملتنو د مشر خصوصي استازي وګمارل شوه

د ملي یووالي غورځنګ مشر

د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني څرګندوي:«شونې ده چې دغه بندیزونه کرار کرار د افغانستان په سوداګرو راولي او دا زموږ یوه بله ډېره ستره طبقه فلج کړي چې دا به د افغان ملت په حق کې ډېره ستره جفا وي او دا نړۍواله ټولنه نه بلکې موږ په خپله یې په خپل حق کې کوو
 
بل پلو د بشري حقونو د څار بنسټ افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د تړلو پاتې کېدو په غبرګون کې له ملګرو ملتونو غواړي چې د اوسني حکومت د چارواکو د سفرونو معافیت تمدید نه کړي. د بشري حقونو د څار بنسټ مرسیاله هېډر بار وايي:«د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید د طالب مشرانو د سفرونو معافیت له استثنا پرته تمدید نه کړي. دغه سازمان باید د یو شمېر نورو طالب مشرانو نومونه هم د سفرونو د بندیز په نوملړ کې شامل کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button