نړیوال خبرونه

افغان حکيم د کرونا ويروس لپاره درمل جوړ کړي، استعمال سره ېې ډېر ژر مریض جوړيږي

افغان حکيم دعوه کوي چې هغه د کرونا ويروس لپاره داسې دوا جوړ ه کړې ده. چې که ناروغ يې وخوري نو مفید تماميږي او ډېر ژر جوړيږي.

حکيم الکوزى چې يوه مياشت مخکې له کندهار څخه کابل ته راغلى دى، ويل کېږي هره ورځ لسګونه کسان د دې لپاره ورځي چې له ده څخه د کورونا ويروس ناروغۍ لپاره درې څاڅکي مايع درمل ترلاسه کړي. حکيم الکوزى چې له شمشاد خصوصي ټلويزيون سره يې مرکه کوله، په خپلو خبرو کې ويلي دي چې هغه له تېرو ٢٥ کلونو راهيسې د نبوي او يوناني طب په برخه کې کار کوي.

دغه حکیم وايي، په هر کور کې کورونا شل دېرش کسه نيولي و، کله چې ده دغه درمل دوه درې سوه کسانو ته ورکړل، نو له هغه وروسته صحت عامې ته ورغى او صحت عامې ته يې وويل چې دغسې درمل يې جوړ کړي دي، خو د هغه په وېنا چې د صحت عامې مسوولينو مسخره وګڼله. وموړى زياتوي، چې ډاکټران او چارواکي پرې باور نه لري، خو ډېر ډاکټران چې لومړى يې په ده رشخند واهه، اوس د ده درملو ته محتاجه شوي دي او خوري يې.

نوموړي په خپلو خبرو کې وايي، چې زه لوڅ مخ او لوڅ لاسونه هغه کسانو ته ورځم چې کورونا دي او روغبړ ورسره کوم، بيا خپل درمل ورکوم او په نيم ساعت کې به رغېږي.

نوموړى وايي چې زه ټولو ډاکټرانو ته چېنلج ورکومه، چې راشئ ما کورونا کړئ، که زه مو کورونا کړمه نو زما دا درمل هم بې ګټې دي. بازې هغه کسان چې د دې درملو تر کارولو وروسته له کورونا رغېدلي دي، له شمشاد سره يې خبرې کړې دي. په دوى کې هم يوه زده کړياله دنيا صديقي ده.

هغه وايي چې دا درمل درې څاڅکي په چاى کې څښل دي او کله چې وڅښل شي نو له ١٥ دقيقو وروسته په انسان تاثيرات کوي او رغېږي. هغه وايي چې ما دا کار په خپله کړى دى، ځکه چې زه کورونا نيولې ومه او کله چې مې دا درې څاڅکي درمل په چاى کې وڅښل، نو له هغې وروسته روغه شوم.

د روغتيا وزارت او مسلکي روغتيايي بنسټونو که څه هم د دې درملو په اړه څه نه دي ويلي، خو حکيم الکوزى وايي، چې درمل يې نبوي او يوناني دي نو ځکه د نورو ناروغيو د رامنځته کېدو ډار هم نشته.

دا هم باید یاده کړو چې د دې وړاندې هم د کرونا ویروس لپاره درمل د پاکستان او هند په شمول نورو ملکونو هم جوړ کړي دي او دغه درمل با کومې نتيجې ته ندي رسیدلي دي که چه هم بازې دوايانې د دې ناروغۍ أباره د ډاکټرانو لخوا ورکول کيږي خو دغه درمل دومره موثر ندي ثابت شوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button