سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

افغان دولت طالبانو سره پر ځي او وخت خبرې روانې دي

افغان دولت څه موده وړاندې طالب بندیان خوشې کړل په داسې مهال چې د افغان حکومت او طالبانو ځانګړې ډله کابل کې د زندانیانو د خوشي کولو پروسه څاري، د افغانستان د سولې چارو وزارت وایي، د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ځای او وخت پر ټاکلو هم بحثونه روان دي.

د سولې چارو وزارت وايي .تر اوسه د بین الافغاني مذاکراتو لپاره وخت او ځای نه دی ټاکل شوی، خو داسې ګومان کیږي چې قطر، جرمني، ازبکستان او ناروې هغه هیوادونه دي چې هلته بین دا خبرې کیدلی شي.خو دغه ځایونه لا هم ندي فاینل شوي او لا هم خبرې پرې روانې دي.

د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ د مصالحې عالي شورا رهبري کمیټه لا نه ده بشپړه شوې. ښاغلي عبدالله ته نږدې سرچینې وایي، د دې شورا د رهبرۍ کمیټې بشپړیدو چارې روانې دي، چې ټول قشرونه به پکې ونډه ولري. او غواړي چې دغه شورا کې ټول قومونه او سیاسي څېرې ونډه واخلي.

دغه سرچینه له نوم پرته بي بي سي ته زیاتوي، د مصالحې رهبري شورا نږدې ورځو کې بشپړیږي خو سرتاسري تشکیل یې وخت غواړي. یاده سر چینۍ په وینا، دې شورا سل ورځنی کاري پلان هم تیار کړی دی

د طالبان د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ټوېټ کې لیکلي چې د دې ډلې مرستیال مشر او ور سره پلاوی د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او جنرال مېلر سره د بندیانو پر خلاصون او د سولې پر خبرو غږېدلي دي. “په دې کتنه کې دواړه لوریو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د بندیانو د چټک خلاصون او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په باره کې خبرې وکړې. ”

دغه ډلې څو وارې ټینګار کړی که امریکا سره د شوي تړون له مخې پنځه زره زندانیان یې خوشي نه شي، دوی بین الافغاني مذاکرات نه کوي.تر پرونه د حکومت له خوا د خوشي شویو طالب زندانیانو شمېر د چارواکو په وینا له درې زرو واوښت.

بل طرف ته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم قطر، پاکستان او افغانستان ته سفرونه پیل کړي دي.د نوموړي د سفرونو یو موخه په سیمه کې د دولت او طالبانو تر منځ د بین الافغاني خبرو د پیل هڅې دي.د پاکستاني پوځ ویاند تورنجنرال بابر افتخار لیکلي، چې ښاغلي خلیلزاد د یکشنبې په ورځ د پوځ له لوی درستیز قمر باجوه سره ولیدل.

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ غواړي ژر تر ژره بین الا فغاني خبرې پيل شي او د مزاکراتو په نتیجه کې افغانستان ته سوله زاشي ترڅو امریکا خپل فوځیان له افغانستان نه په تدریجي ډول اوباسي په همدغې لړ کې مونږ کې چې مخکې یاده وکړه زلمي خلیلزاد تازه سفرونه شروع کړي دي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button