لوبې خبرونه

افغان فوټبالرانې پاکستان ته ورسېدې

افغان فوټبالرانې پاکستان ته ورسېدې.د افغانستان د ښځو د فوټبال یو شمېر لوبغاړې او د کورنیو غړي یې د سه شنبې پر ورځ پاکستان ته رسېدلې دي او د څو ورځو لپاره به هلته وي.

پاکستاني چارواکي وايي، دا لوبغاړې او د کورنۍ غړي یې تېره شپه د تورخم له لارې پاکستان ته ورغلې او تر هغه وروسته لاهور ته لېږدول شوې دي.په لاهور کې چارواکي وايي، پاکستان شاوخوا یو سل او پنځلسو افغانو ښځينه لوبغاړو او د هغوی د کورنیو غړیو ته ویزې ورکړې دي، خو یوازې یو کم اتیا لوبغاړې او د هغوی د کورنۍ غړي پاکستان ته رسېدلي دي.

20210915 171804

هملته لاهور کې د پنجاب د لوبو وزارت چارواکي وايي، دغه افغان ښځينه لوبغاړې د یوې نړیوالې موسسې په مرسته امریکا ته لېږدول کېږي او یوازې څو ورځې به لاهور کې وي.

د پنجاب د لوبو وزارت دغه چارواکي وايي، چارشنبه مازديګر به د لوبو وزیر رای تیمور خان له دې ښځينه افغان لوبغاړو او د هغوی له کورنیو سره وويني.دا چارواکي زیاتوي، دې لوبغاړو او کورنیو ته یې د استوګنې لپاره ځانګړی ځای ورکړی چې په ارامه پکې و اوسي.

پاکستاني چارواکي د دې ښځينه افغان لوبغاړو له خولې وايي، د طالبانو تر راتګ وروسته هلته د دوی ژوند ته خطر و، ځکه يې یوې نړیوالې موسسې له افغانستان د ایستلو لپاره دغه ګام پورته کړ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button