لوبې خبرونه

افغان لوبغاړو دسکي سیالیو لپاره پاکستان ته سفرکړئ

لوبو کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللي دي. د افغانستان د سکي فدراسیون شپږ غړي د

لوبغاړو کې دوې ښځې او څلور نارینه شامل دي چې سر له نن یکشنبه (د سلواغې ۱۳مه) به د پاکستان سوات ښار کې د یولسو ورځو لپاره سیالي وکړي.

د سکي فدراسیون سکرټر جنرال ګل حسین بای زاده رسنیوته وویل چې یادو سیالیو کې د ۱۵ هېوادونو لوبغاړي لوبې کوي.

هغه زیاته کړه: “دغو لوبو کې زموږ لوبغاړي کوښښ کوي چې اولمپیکي لوبو کې د ګډون لپاره مناسبې نمرې ترلاسه کړي.”

د سکي لوبې قانون د نورو لوبو خلاف د نمرو را کمول دي. د سکي نړیوال سازمان هر لوبغاړي ته په پیل کې ۹۹۹ نمرې ورکوي او د دغې لوبې د قانون په اساس لوبغاړي باید په خپلو فعالیتونو سره دغه نمرې لږ تر لږه تر ۳۰۰ پورې راټیټې کړي تر څو په اولمپیکي لوبو کې د سیالۍ چانس پیدا کړي.

د افغانستان د سکي فدراسیون وايي افغان لوبغاړو کې تر ټولو ټیټه نمره ۴۵۰ ده او پاکستان کې د لوبو وروسته ښايي یو یا څو لوبغاړي لازمې نمرې ترلاسه کړي.

سکي په افغانستان کې نوی ورزش دی چې د دغه فدراسیون په وینا شااوخوا ۱۵۰ لوبغاړي په مسلکي ډول دغه لوبه کوي.

په پام کې ده چې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې د چین بیجینګ ښار د ژمنیو اولمپیکي لوبو کوربه شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button