سیمه ییز خبرونه

المرصاد ورځپاڼه: نیول شوي داعشیان پاکستانیان دي

طالبانو د داعش دوه غړي نیولي، چې افغانستان ته د ورانکارۍ له پاره راغلي وو او دلته یې ورانکاري کوله

طالبانو پورې تړلې رسنۍ المرصاد د دوو تنو هغو کسانو ویډیو ګانې خپرې کړې، چې وايي د پاکستان اوسېدونکي دي او افغانستان ته د ورانکارو چارو لپاره رالېږل شوي وو.

د دغو دوو نیول شویو کسانو په ډله کې یو یې د داعش خراسان لپاره د ځوانانو د جلبولو لپاره ګومارل شوی و او بل هغه یې په نورو تبلیغاتي او ورانکارو چارو کې لاس لاره.

د تلګرام له لارې د جلب او جذب هڅه

دغو دواړو دا منلې، چې د ټېلګرام له لارې یې په اروپا کې مېشت افغانان د داعش سره یو ځای کولو ته هڅول او د داعش خراسان لپاره یې مالي ملاتړ تر لاسه کاوه.

دغو دواړو کسانو ځانونه د پاکستان اوسېدونکي پېژندلي، چې یو یې په پښتو او بل یې په اردو ژبه خبرې کوي، دوی دواړو دا منلې چې په پاکستان کې د داعش خراسان ډلې سره یو ځای شوي وو.

نور ولولئ: تحریک طالبان پاکستان په فبرورۍ کې ۱۷۲ پاکستاني پوځیان او پولیس وژلي

نور ولولئ: پر افغان خاوره د پاکستان برید او د طالبانو چټګ غبرګون

خو دا معلومه نه ده، چې دغه اعترافات له نیول شویو کسانو څخه په څه وړ شرایطو کې اخیستل شوي او تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې هم د دغو اعترافاتو په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل هم د دغه شان اعترافاتو د کره‌والي په اړه څه نه شي ویلای.

طالبان او داعس

تر دې وړاندې هم طالبانو څو، څو ځلې ویلي و، چې د داعش ډلې ګڼ کسان یې نیولي او دغه ډله یې ځپلې ده؛ خو وروستیو پېښو ته په کتو داسې نه ښکاري، چې طالبانو دې په افغانستان کې د داعش ډله ځپلې وي.

د پاکستان د پوځ ویاند د داسو د پېښې اصلي عاملین افغانان ګڼلي وو؛ خو خوارزمي وايي، چې د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي اتباعو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کونکو سره همکاري په ډاګه کوي، چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجې دی.

نوموړی وايي، چې دوی له خپلې خوا د چین هېواد ته په دې مورد ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي دي، چې دوی په داسې موضوعاتو کې ښکیل نه دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button