نړیوال خبرونه

امریکايي عسکرو یو بل نظامي کېمپ افغان ځواکونو ته وسپاره

امریکايي عسکرو یو بل نظامي کېمپ افغان ځواکونو ته وسپاره د کابل په ریشخور سیمه کې د امریکایي‌ ځواکونو د یوه نظامي کېمپ واک حکومتي عسکرو ته سپارل شوی دی.د غه کمپ کې به د دې نه وروسته یواځې افغان عسکر تمرینات کوي.

په دې اړه د دفاع وزارت ویاند فواد امان وایي، دغه نظامي کېمپ مورهید نومېده، چې امریکایي ځواکونو افغان ځانګړو ځواکونو ته روزنه پکې ورکوله او اوس یې په بشپړ ډول هغوی ته تسلیم کړ.د امان په خبره، دا نظامي کېمپ به نور د کمانډو عسکرو له لوري‌ کارېږي د مورهید نظامي کېمپ چې په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو د قول اردو د ګارنیزیون له لوري جوړ شوی و،

20210512 131553

افغانستان څخه د امریکایي او ناټو عسکرو د وتلو له پریکړې سره جوخت حکومتي‌عسکرو ته سپارل کېږي.تر دې مښکې هم امریکایي او ناټو ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې خپلې نظامي اډې او کیمپونه تخلیه کړي وو او واک یې حکومت ته سپارلی و.

امریکایي‌ ځواکونه د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه وځي او تر هغه وړاندې د خپلو ټولو نظامي اډو عسکر بګرام ته ټولوي، تر څو له هماغه ځايه یې د وتلو چارې منظمې کړل شي.

د یادولو وړ ده چې سیاسي شنونکي لا هم په دې باور نه لري چې افعان ځواکونه به د افغانستان دفاع وکړی شي او که نه خو بلخوا که مونږ اوګورو افغان ځواکونه د مښکې نه ډېر ښه شوی دی او اکثره عملیاتونه پخ خپل کوي. او د وطن په فاع کې ځانوه لا هم قرباني کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button