امریکايي فوځیان په بشپړه توګه له افغانستان نه ووتل
د امریکایي عسکرو د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مېکنزي تائید کړې چې وروستي امریکایي پوځیان د اګست په دېرشمه له افغانستان ووتل او له دې سره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ شل کلن پوځي ماموریت ختم شو.
د متحده ایالاتو جمهور ریس جو بایډن هم په یوه اعلامیه کې د خپل تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پای اعلان کړی او د هغو امریکایي پوځیانو او افسرانو مننه یې کړې چې په تېرو دوو اوونیو کې یې له افغانستان د لسګونو زرو کسانو ایستلو کې مرسته کړې.
د امریکایي چارواکو له دې اعلان څو شېبې وړاندې د افغان پلازمېنې کابل د هوایي ډزو غږ او رسام مرمیو په رڼا وپوښل شو او طالب وسلوالو د خپلې بریا اعلان وکړ.او اشغال ته د پای ټکی کېښودل شو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، وروستي پوځیان د شپې پر دولس بجو د اګست دېرشمې او یو دېرشمې ترمنځ شپه له افغانستان ووتل او په دې توګه افغانستان په بشپړه توګه ازاد او خپلواک شو.
جنرال فرانک مېکنزي دوشنبه ماسخوتن د دفاع وزارت پنټاګون کې ورټولو خبریالانو ته وویل، کابل کې د امریکا شازدافیر راس وېلسن هم په دې وروستۍ الوتکه کې له افغانستان ووتلو.هغه وویل اوس لپاره یو امریکايي هم افغانستان کې نشته.