نړیوال خبرونه

امریکایی سناتور: فکر نه کوم چې زمونږ سرتیري به افغانستان زر پرېږدي

امریکایی سناتور: فکر نه کوم چې زمونږ سرتیري به افغانستان زر پرېږدي. امریکې د ثنا مجلس په وسله واله کمیټه کې مشر سناتور هغه خبرونه رد کړل چې ګینې امریکایي لښکري به د مې میاشتي په لومړۍ نیټه له افغانستان نه اوزي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر مابین د توافق پر بنسټ چې د ټرمپ په اداره کې قطر کې وشوه، یاده نیټه د امریکايي سرتیرو د وتلو لپاره ټاکل شوي وه.سناتور مایک روګر ویلي، حالاتو ته په کتو داسي نه ښکاري چې لښکري به دومره ژر له افغانستان را په کور کړو.ځکه د افغانستان حالات لا هم د تشویش وړ دي.او نشو کولی چې په دې اړه دومره زر فیصله وکړو.

نوموړي ویلی که په واقیعت سره ووایم، د اوس لپاره د سرتیرو د ایستلو پر سر بیړه نه لرو، او د سرتیرو د ماموریت له اوږدولو سره موافق یم. تر هغه به سرتیري هلته موجود وي تر څو چې یقیني شو چې طالبان په خپلو ژمنو ولاړ دي.دا مهال افغانستان کې د امریکې ۲۵۰۰ سرتیري شتون لري.

exk vnyvcaqsrsn 680x430 1

اکثره دغه عسکر په پلازمینه کابل، بګرام، کندهار، مزار شریف او کندهار کې میشت دي.هغوي د ناټو د غوڅ ماموریت تر نامه لاندي د ترهګرو پر ضد د افغان دولت د ملاتړ چاري پر غاړه لري.په همدې حال کې طالبانو ویلی دوي به تر هغه له افغان دولت سره جنګیږي تر څو ټول امریکايي ځواکونه له دغه ملکه وتلي نه وي.

خو افعان حکومت وايي طالبان که په خپل لفظ ریښتیني وي باید اوربند وکړي او د دیموکراتیکي پروسې له لاري واک ته د ځان رسولو سیالي وکړي.باید یاده کړو چې تېره ورځ ښاغلي غني په اړه رسنیو ویلي چې نوموړی به د ترکیې غونډه کې یوه نوې طرحه پېش کړي او راتلونکي شپږ میاشتو کې به د انتخاباتو وړاندیز هم وکړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button