نړیوال خبرونه

امریکا افغانانو لپاره د ایس ای وي ویزه اسانوي

د افغانانو لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SEV) پروګرام

.د امریکا بهرنیو چارو او کورني امنیت وزارتونو اعلان کړی چې افغانانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزو (اېس ای وي) پروګرام کې بدلون او اسانتیا راولي

افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړې ویزې به ساده او اسانه شي

دغو وزارتونو دوشنبه د جولای ۱۸مه یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې له دغه بدلون سره به افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړو ویزو لپاره د غوښتنلیک سپارلو پروسه نوره هم ساده او اسانه شي. اعلامیه وايي ټاکلې دا بدلون له روانې اوونۍ عملي شي او ورسره به د دغو ویزو متقاضیان نور اړ نه وي‌،‌ چې ډېرې فورمې ډکې کړي، بلکې یوازې یوه DS-157 فورمه به ډکوي.‌

د امریکا بهرنیو چارو او د کورني امنیت وزارتونو ویلي دا نوې پروسه د اېس ای وي پروګرام د لا اغیزمنتیا لپاره د دوی د روانو هڅو برخه ده او له غوښتونکو یا متقاضیانو سره به د خنډونو له منځه وړلو او د غوښتنلیک وخت کمولو کې مرسته وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پر خپل ټویټر لیکلي چې “هغو زرګونو زړورو افغانانو ته ژمن دي‌ چې تېرو دوو لسیزو کې دوی سره اوږه پر اوږه درېدلي.

نور یی ولوله | د افغان نجونو زده کړې؛ د م.م د سرمنشي استازی د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه وکړه

نور یی ولوله | د کورنیو چارو وزیر: نړی باید زموږ حکومت په رسمیت ژر تر ژره وپېژني

د امریکا متحد ایالتونه د کډوالۍ ځانګړې ویزې (اېس ای وي) هغو افغانانو ته ورکوي چې د تېرو دوو لسیزو پر مهال یې افغانستان کې د امریکا له پوځي، ملکي او نورو اړوندو ادارو سره کار کړی وي. امریکا افغانستان کې د تېر کال له تحول وروسته شاوخوا ۷۵ زره افغانان د تخلیې پروګرام په لړ کې ایستلي، چې ویل کېږي زرګونه د ‘اېس ای وي’ اسنادو درلودونکي هم پکې شامل دي. ‌

خو ګڼ شمېر نور کسان چې ځانونه د دغه پروګرام پر شرایطو برابر او مستحق ګڼي او ځینې یې ان وايي د “اېس ای وي” غوښتنلیک یې هم منل شوی، لا افغانستان کې ایسار پاتې دي. مبارز افغان (مستعار نوم) چې څو کاله یې افغانستان کې د امریکا نړیوالې پرمختیايي‌ ادارې سره کار کړی، بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل چې د ده او ځینو همکارانو د مهاجرت ځانګړو ویزو غوښتلیکونه منل شوي، خو دا چې له افغانستانه د تخلیې پروسه درېدلې، نو هلته ایسار پاتې دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button