نړیوال خبرونه

امریکا: موږ په هر حالت کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو

امریکا: موږ په هر حالت کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو له دې چې امریکا له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو بهیر پیل کړی، افغان چارواکو ته یې ډاډ ورکړی چې هر حالت کې به د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي.
د افغانستان ملي امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د اسیا او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي سره کتلي دي.په دې کتنه کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته له افغانستان سره د امریکا د مرستو په اړه خبرې شوې دي او امریکايي چارواکو په بېلابېلو برخو کې د مرستو د دوام او چټکتیا خبره کړې ده.همدا راز دین تامپسون په دې لیدنه کې د امریکا د ولسمشر جو بایډن پیغام له محب سره شریک کړی دی.
ښاغلي تامپسون ویلي امریکا د سرتېرو تر وتلو وروسته هم له افغانستان سره په نظامي او پراختیايي برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوي او له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې همکاریو ته ژمنه ده.هغه همدا راز ویلي چې امریکا په نړیواله کچه د افغان سولې لپاره خپلو هڅو او ملاتړ ته ادامه ورکوي او غواړي چې د خبرو له لارې روانه جګړه ختمه شي.
inbound1902737961367434125 750x401 1
حمدالله محب هم ویلي چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو د بایډن پرېکړې ته درناوی کوي او په دې برخه کې له امریکایي پوځ سره همکاریو ته تیار دي.هغه زیاته کړې چې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو او همکاریو نوی باب پرانیستل شي، چې موخه به یې په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ له منځه وړل وي.
د حمدالله محب په وینا، افغانستان به هېڅکله بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي او دې برخه کې د نړۍوالو د قوي ملاتړ ډاډ اخیستل شوی دی.دا په داسې وخت کې ده چې د امریکا دفاع وزارت د خپلو سرتېرو د ایستلو لړۍ پيل کړې ده او د دوی د خوندي ایستلو لپاره یې لسګونه ځمکني، هوايي او سمندري ځواکونه افغانستان ته رالېږلي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button