ټکنالوجي

امریکا کې د انسټاګرام په اړه څیړنه کېږي

 امریکا امریکا

د امریکا متحدو ایالتونو کې د یو شمېر ایالتونو چارواکي وايي کوښښ کوي پوه شي چې سره له دې چې کوچنیانو ته احتمالي خطر لري خواله رسنۍ انسټاګرام څنګه تر کوچنیانو رسېږي. دغه چارواکي د انسټاګرام او فېسبوک ګډ شرکت میټا په اړه  پلټنه کوي چې د مشتریانو خوندیتوب له قوانینو څخه  سرغړوونه کړې او که نه دا چاره د شرکت هغو رازونو له ښکاره  کېدو څخه  وروسته تر سره کېږي چې ویل شوي شرکت ته معلومه ده چې تولیدات یې پر کوچنیانو ناوړه اغېز کوي.

بل لور د پنجشنبې پر ورځ د میټا یوه ویاند پر روغتیا د ناوړه اغېز په اړه  د دې رسنیو اغېز رد کړ. د ماساچوسټش ایالت دیموکراتې لویې څارنوالې ماورا هیالې چې لومړی ځل یې دا څیړنه  اعلان کړې چی  په یوه ټویټر پیغام کې لیکلی. فېسبوک یا میټا ته معلومه وه چې انسټاګرام له ژور خفګان، ناسم خوراک او په ځوان نسل  کې له ځان وژنې سره تړاو لري. موږ به وګورو که له کوم قانونه سرغړوونه شوې وې او ناوړه کړنه به پای ته ورسوو.

د نیویارک لویه څارنواله لیتیتیا جېمس په دې اړه  وايي دا خواله رسنۍ ډیر خطرناک دي او ثابت کړې یې  چې د ځوانانو د فزیکي او رواني روغتیا لپاره زیان رسونکی  دي فېسبوک چې د انسټاګرام او وټس اپ مالک هم دی  تېره میاشت له یو شمېر ناندریو  څخه وروسته خپل نوم میټا ته بدل کړ. د دې شرکت یوه ویاند بیا دا تورونه ردوي د شرکت له اړخ په یوه اعلامیه کې ویل شوي. دا تورونه جعلي دي او د حقایقو په پوهېدو کې ژوره ناپوهی  ښيي.د تازه څیړنی  خبره د فېسبوک شرکت یوې پخوانۍ کارکوونکې فرانسس هوګین له لوري د ګڼ شمېر رازونو له ښکاره  کېدو  څخه وروسته مخې ته راځي

.نوموړې د امریکا کانګرېس غړو پر مقابل  د شاهدۍ په بیان کې ویلي وو چی  شرکت مسوولین پوهېدل چې دا رسنۍ د کوچنیانو پر روغتیا ناوړه اغېز کولای شي، خو بیا یېهم خپل تولیدات کم عمره وګړو ته وړاندې کړی. د نورو خواله رسنیو په څېر انسټاګرام هم له خپلو کاروونکو غواړي چې باید عمر یې له ۱۳ کلونو پورته وي خو دې رسنۍ منلې چې دوی پوهېږي د ځینې کاروونکو عمرونه یې له دې هم کم دي.                                                                                                               

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button