نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

امریکې بېلابېلو هېوادونو 12 ښځو ته د زړورتیا ایوارډونه ورکړل

د متحده الایاتو د بهرنیو چارو وزارت نن د پاکستان او افغانستان په ګډون د بېلابېلو هېوادونو 12 هغو ښځو ته د زړورتیا نړیوال ایوارډونه ورکوي چې پخپلو هېوادونو کې یې د ښځو، بشري حقونو، امن، اقلیتونو او د جنسي نابرابرۍ لپاره مبارزه کړې ده.

دغه ایوارډونه د امریکې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپېیو او د امریکې د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ په لاسونو ورکړل شول. مایک پمپېیو پخپله لنډه وینا کې له دغو ښځو څخه د ځینو ځانګړې یادونه وکړه او پخپلو هېوادونو کې یې د هغوی مبارزه بېسارې او بدلون راوستونکې وبلله.

په دغو ښځو کې د پاکستان د بلوچستان ایالت اوسېدونکې د بشري حقونو او سیاسي فعاله جلیله حیدر هم شامله ده چې په 2018م کال کې یې په کوټه کې پر هزاره توکمه شیعه ګانو باندې د ترهګرۍ د بریدونو په ضد درې ورځې د نه خوړو احتجاج کړی وو.

جلیله حیدر وکیله او د وومین ډیموکرېټک فرنټ د بلوچستان مشره ده او په تېره جنورۍ میاشت کې برتانیې ته په یو کانفرنس کې د ګډون لپاره تلله چې پر لاهور هوایي ډګر را وګرځول شوه او ورته وویل شول چې نوم یې د سفري بندیزونو په نوملړ اې سي‌ ایل کې اچول شوی دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې جیلیلې حیدر ته “د بلوچستان زوروره ښځه” ویل شوي دي.

د بېلابېلو هېوادونو په دغو زړورو ښځو کې د افغانستان د وردګو ولایت د میدان ښار ولسوالۍ ځوانه ښارواله مېرمن ظریفه غفاري هم شامله ده چې پخپله سیمه کې یې ښځو ته ځانګړې رېډیو هم پیل کړې وه.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې لیکلي چې د ښاروالې په توګه د مېرمن غفاري له ټاکل کېدو سره د سیمې خلکو مخالفت کړی وو او هغې ته یې د مرګ ګواښونه کړي وو،‌ خو وایي دا یې په وړاندې و درېده او دا یې ثابته کړه چې ښځې هم مشري کولای شي.

ظریفې غفاري د ایوارډونو د وېشلو په غونډه کې تر جایزې اخیستلو وروسته پخپله لنډه وینا کې د هغو ښځو مبارزه او زړورتیا وستایله او هغوی یې اتلې وبللې چې له دې سره یو ځای یې ایوارډونه واخیستل، خو وایي “زه اتله نه یم زه د میدان ښار ښارواله یم”. مېرمن غفاري وایي خلک یې لومړی د ښاروالې کېدو په ضد وو خو چې دا پر شا نه شوه هغوی ومنله:

“څو کاله مخکې ما تمه نه لرله چې دوی به کله هم زما خبرې واوروي خو نن مې نه یواځې خبره اورېدل کېږي بلکې بشپړ درناوی مې کېږي. د افغانستان ښځې اکثر د جګړې د قربانیانو په توګه پېژندل کېږي خو موږ داسې ښځې هم لرو چې د خپلو حقونو لپاره یې مبارزه کړې”.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button