نړیوال خبرونه

امنیت شورا: طالبانو تاوتریخوالی نور هم زیات کړۍ دی

د هېواد امنیت شورا وايي طالبانو تاوتریخوالی کم کړی ندس بلکې نور ېې هم زیات کړۍ دی شاوخوا څلور میاشتې وړاندې د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو، چې له مخې یې د بهرنیو ځواکونو د وتلو ترڅنګ باید په افغانستان کې تاوتریخوالی هم کړای شي.

د هېواد د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي چې طالبانو نه یواځې تاوتریخوالی کم نه کړ، بلکې زیات کړی یې دی او هره ورځ شاوخوا ۴۴ بریدونه کوي. هغه زیاته کړې چې د طالبانو په دې بریدونو کې هره ورځ په اوسط ډول ۲۴ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. د دې نه وړاندې هم د دغه شورا ویاند ویلي وو وروسته له هغې چې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې هوکړه وشوه طالبانو افغانستان کې ۲۸۰۴ بريدونه کړي دي.جاوېد فيصل رسنيو سره خبرو کې ويلي وو، طالبانو تېره يوه اوونۍ ۳۴ ملکيان وژلي او ۶۶ نور يې ژوبل کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند وایي، د دوحې د تړون بریالیتوب په دې کې دی چې طالبان ژر تر ژره تاوتریخوالی کم او د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته لاره هواره کړي.بلخوا طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل پر وړاندې  ستر خنډ د خپلو ټولو پنځو زرو بندیانو نه خلاصېدل په ګوته کوي.

د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر پرون د امریکا او ایران استازو سره په اړیکو کې ویلي، هر کله چې د قطر د تړون له مخې د دوی ټول پنځه زره بندیان خوشې شي، نو دوی به بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.د یادونې ده چې تراوسه د افغانستان حکومت د طالبانو شاوخوا څلور زره بندیان خوشې کړي دي، خو حکومت وایي چې طالبانو ټول شپږ نیم سوه بندیان خوشې کړي چې یونیم سل یې ملکي وګړي دي.

ملا برادر د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه ویلي چې د افغان حکومت د عسکرو له لوري د طالبانو په سیمو کې د نویو پوستو جوړول او د دوی له سیمو څخه د نظامي کاروانونو تېرول د بریدونو د زیاتوالي لامل ګرځېدلي دي.خو بازې تحلیلګران وايي چې دغه رقم بریدوونه که نور هم زیات شول نو افغانستان به نور هم د جنګ پلو لاړ شي او جنګ به نور هم دوام ومومي اوس باید دواړه لورې د صبر او تحمل نه کار واخلي،

افغان دولت باید ټولو سیاسیون سره په یو مېز کېنۍ او د افغانستان د سولې لپاره یو غږ او یو خبره شي ترڅو دغ روان جنګ پاۍ ته ورسيږي او افغانان د دغې بد بختیو نه وژغورل شي، طالبان هم باید نور جنګ نه لاس واخلي او افغانستان کې د سولې ټينګښت لپاره کار وکړي ځکه دواړه خواوې د افغانستان دي نو باید نور اوربند وکړي او جنګ بس کړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button