ټکنالوجي

انستاګرام نوی فیچر رامنځته کړی

انستاګرام نوی فیچر رامنځته کړی.د فیسبوک د ملکیت لاندې اپلیکیشن له تعصب څخه د ډکو الفاظو، جملو او د ایموجیانو څخه د خلاصون لپاره یو ځانګړی فیچر یا ځانګړتیا لانچ ګړې چې دې سره به د ناسمو خبرونو نه مخنیوی وشي.

د انسټاګرام شرکت وای چې دغه فیچر به د فلتر آپشن په مرسته د هغه کاروونکو سره په اړیکه کې ستونزې رامنځته کړي چې نفرت خورونکي پیغامونه لېږي.انستاګرام پخپل پلیټ فارم د نفرت خورونکو خبرو اترو او له انلاین بد اخلاقۍ څخه د خلاصون لپاره خپلو هڅو ته زور ورکړی.دوی وای چې اوسمهال په سوش ميډیا کې ډېر دروغ ویل کیږی نو همدا لامل شو چې دوی دا فیچر لانچ کړ.

د فلتر آپشن په مرسته به کاروونکي پخپلې خوښې سره داسې کلمې، جملې ایموجیانې شاملې کړي چې غواړي په پیغامونو کې یې بلاک کړي.انساګرام ویلي دي چې دغه ځانګړتیا یوازې د نیغ په نیغه د پیغامونو غوښتونکو ته د ګټې وړ ده، نه په انباکس کې د پیغامونو د کولو لپاره.

fb img 1619073705079

د یادولو وړ ده چې فیسبوک د ملکیت لاندې د پیغام رسونې اپلیکیشن په دې وروستیو د آیفون کاروونکو ته دوه نوي فیچرونه او ځانګړتیاوې رامنځته کړي.دوی وای چې دې سره به د ایفون کارونکو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.او وبه کولی چې دغه ایپ کې نور زیات شمېر اپشنونه له ځانه سره ولري.

هېره دې نه وي چې افغانستان کې د سوشل میډیا کارونکي ډېر دي او تقریبا هر دویم افغان سره اوسمهال فیسبوک او انسټاګرام موجود وي.دوی ترینه مثبته استفاده هم کوي او هم منفي کوي خو ځینې بیا په دې چینلو کې تبلیغ هم کوي.ځینې بیا لدې لارې نه خلکو ته مختلف سکلز هم ورزده کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button