ټکنالوجينړیوال خبرونه

انټرنېټې کڅوړو قیمتونه راټیټ شوي دمخابراتو وزیر

د مخابراتي شرکتونو د انټرنيټ کڅوړو بیه راټیټه کړې د معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت وايي، په هېواد کې د پخوا په پرتله د انټرنیټ په بیو کې کموالی راغلی دی هغوي ویلي چې دغه اقدام د کرونا ناروغي له امله اوچت کړۍ. د مخابزاتو شرکتونو استازو ویلي د بیو راټیټولو یوه وجه د خلکو کرونا سره مبارزې لپاره د ټکنالوژۍ  نه په ارزانه بیه ګټه پورته کړي.

له دې وروسته  چې یو شمېر هېوادوالو د انټرنیټ له لوړو بیو او د مخابراتي شرکتونو له خدمتونو نه د نه رضایت له امله د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت دروازه وتړله، دغه وزارت ژمنه وکړه، چې په مخابراتي شرکتونو به فشار راوړي تر څو د انټرنېټ بیې کمې کړي او کیفیت یې هم ښه کړي.

یاده موضوع (یکشنبه، د وري ۱۷) د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر محمد فهیم هاشمي د یوې ناستې په پای کې د مخابراتي شرکتونو له مسوولینو سره یو ځای اعلان کړه.

د ټیکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په هېواد او نړۍ کې د کورونا ویروس له امله اوسنيو حالاتو ته په اشارې سره وویل: ((خلک اوس تر بل هر وخت له انټرنېټ نه زیاته ګټه اخلي او په داسې حالاتو کې اړینه ده، چې د انټرنېټ بیې راکمې شي.))

انټرنېټې کڅوړو قیمتونه راټیټ شوي دمخابراتو وزیر

د مخابراتو او ټیکنالوژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې پر اساس، د هېواد مخابراتي شرکتونو د مخابراتو له وزارت سره ژمنه کړې ده، چې د انټرنېټ په بیو کې به په سلو کې له ۴۰ څخه تر ۷۰ سلنه کموالی راولي.

په افغانستان کې له اوږدې مودې راهیسې خلک د انټرنېټ له بیو شکایتونه کوي او د مخابراتي شرکتونو له خدمتونو نه رضایت نه ښايي او وايي، چې یاد شرکتونه پر عامو افغانانو ظلم کوي او یو ام بي انټرنېټ چې شرکتونو ته په یوازې څو افغانیو تمامېږي، پر پېرودونکیو کې په سلګونو افغانیو پلوري. بل خوا په نورو هېوادو کې د کورونا ویروس له امله مخابراتي شرکتونو د انټرنېټ کڅوړې یا خو وړیا کړې دي او یا یې هم بیې خورا راټيټې کړې دي، تر څو هغوی په کورونا کې پاتې شي او د کرنټین شرایط عملي کړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button