لوبې خبرونه

انډريو فلاور د افغان لوبډلې روزونکی ټاکل شوی

 افغانستان افغانستان

کرېکټ ۲۰ اوريزه نړيوال جام د افغانستان کرېګټ بورډ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د کرېکټ ۲۰ اوريز نړيوال جام لپاره د زمبابوي پخوانی لوبډلمشر او وېکټ ساتونکی انډريو فلاور سلاکار روزونکی ټاکل شوی.

انډريو فلاور د زمبابوې لپاره په ګڼو ټېسټ، يو ورځينو او شل اوريزو لوبو کې د لوبغاړي په توګه برخه اخيستې ده او د دې تر څنګ يې له ۲۰۰۹ کال رادیخوا  تر ۲۰۱۴ کال پورې د انګلنډ لوبډلې د روزنکي په توګه پاتې شوی دی  انډريو فلاور په نړيواله سطحه په د کرېکټ تجارتي ليګونو لکه ای پي اېل، پي اېس اېل، سي پي اېل او داسې نورو کې د روزونکي په توګه دنده ترسره کړې

article 10

دا ګومارنه په داسې وخت شوې چې د افغانستان ملي لوبډله د شل اوريزو نړيوال جام سياليو لپاره قطر ته تلې چې له هغه ځايه به بيا متحده عرب اماراتو ته ځي د ۲۰۲۱م کال شل اوریز نړیوال جام لوبې د متحده عربي اماراتو او عمان په شریک کوربتوب د روانې اکټوبر میاشت پر ۱۷ تاریخ  پېل کیږی افغان کرېکټ بورډ دې سیالیو لپاره د محمد نبي په ګډون اتلس کسیزه ملي لوبډله اعلان کړې، او ۴ احتیاطي لوبغاړي هم ورسره مل د

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

په خپل ګروپ کې د لومړي پړاو څخه د ورتلونکو دوو لوبډلو ترڅنګ له پاکستان، هندوستان او نیو زیلنډ سره هم لوبې  کوی .کرېکټ بورډ د سپتمبر میاشتې پر ۹مه نېټه د ۲۰۲۱ کال شل اوریز نړیوال جام ته ملي لوبډله اعلان کړه. خو له دې اعلان څو شېبې وروسته د شل اوریزو لوبو لپاره د افغان ملي‌ لوبډلې پخوانی کپتان راشد خان له کپتانۍ لاس پر سر شو کرېکټ بورډ په سملاسي‌ توګه له کپتانۍ د راشد خان استعفا ومنله او پر ځای یې محمد نبي د نړیوال جام لوبو لپاره نوی کپتان غوره کړ .

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button