نړیوال خبرونه

انګلستان: د افغانستان په جنګ کې مو ۳۱ میلیارده ډالر مصرف کړي

انګلستان: د افغانستان په جنګ کې مو ۳۱ میلیارده ډالر مصرف کړي داسې مهال چې برتانوي او ناټو عسکر له افغانستانه د وتلو په  حال کې  دي، د برتانیا دفاع وزارت وایي، د افغانستان په جنګ کې يې ۲۲ میلیارده پونډه لګولي دي.

د انګلستان ورځپاڼې میرر د راپور په اساس، د یاد هیواد دفاع وزیر  «جیمز هیفي» پارلمان ته په لیکلو معلوماتو کې ویلي، چې د افغانستان په جګړې يې له پیله د روان میلادي کال تر می میاشتې پورې ۲۲.۲ میلیارده پاونډه چې ۳۱.۳ میلیارده ډالر کېږي، مصرف کړي.او که جګړه دوام وکړی نو نورې به هم مصرف کړي.تر څو د افغانانو ژوند کې ارامي راشي.

هیفي وړاندې ویلي، چې  په افغانستان کې د مالی مصارفو تر څنګ د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۴ کلونو تر منځ عملیات چې د «هیریک» په نامه یادېدل، ترسره شوي، چې په مهال یې ۱۰۳۸۲ برتانوي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې د کومو له دلې چې ۵۷۰۵ په جګړه کې ټپيان شوي او پاتې نور یې ناروغان شوي.

د دفاع وزارت د راپور له مخې، له ۲۰۱۴ را وروسته بیا تر روان میلادي کال پورې ۶۴۵ برتانوي عسکر سخت ټپيان شوي دي.برتانوي عسکر چې د ناټو ماموریت تر چتر لاندې افغانستان ته راغلي وو، زیاتره یې د هلمند په شوراب پوځي اډه کې دېره وو،

img 20210608 165200

او اوس یې پاتې ۷۵۰ عسکر هم له افغانستانه په وتو دي او ښايي راتلونکې میاشت په بشپړ ډول له هیواده ووځي.دوی ویلي وو که چیرته اړتیا نو دوی به بیا هم پاتې وی او د افغانستان فوځ سره به ېې یو ځای عملیاتونه تر سره کولی چې دوی وړامدې هم ډېر عملیاتونه تر سره کړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button