نړۍ خبرونه

اوکراین او روسیې سلګونه بندیان تبادله کړي دي

د اوکراین او روسیې چارواکي وايي د دوشنبې په ورځ د روان ميلادي کال د اپریل میاشتې پر لسمه یې شاوخوا ۲۰۰ جنګي بندیان تبادله کړي دي

د روسیې د دفاع وزارت ويلي دي چې ۱۰۶ سرتېري د اوکراین له توقیف څخه خوشې کړل شوي دي.

د اوکراین د ولسمشر د دفتر ريیس اندري یرماک ویلي دي چې روسیې د هغوی ۱۰۰ بندیان خوشي کړي دي. کېیف او مسکو د دغې تبادلې په اړه ډېر جزیات نه دي خپاره کړي.

اندري یرماک په خپل ټیلیګرام کې لیکلي دي چې د اوکراین ځینې خوشي شوي سرتېري سخت ژوبل او ناروغ دي.

نوموړي ویلي دي چې د ۱۴ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې د جنګي بندیانو دا وروستۍ تبادله اسانه نه وه خو هغه په دې اړه نور مالومات نه دي ورکړي.

د بندیانو تبادله یوه هغه برخه ده چې روسیه او اوکراین په کې له یو بل سره همکاري لري

د اوکراین جګړې د بندیانو د تبادلې د همغږۍ مرکز ادعا کړې ده چې په ۱۰۰ خوشې شویو اوکرایني بندیانو کې یې نیمايي «ژور ټپونه لري، مریضان دي او شکنجه» شوي دي. دغه مرکز په دې اړه کوم اسناد نه دي خپاره کړي.

په دغو ۱۰۰ کسانو کې یې ۲۰ ښځې دي. د اوکراین خبري رسنیو ویلي دي چې په خوشې شویو بندیانو کې یې یوه والري کرپیلنکو ده. دا یوه سرحدي ساتونکې وه، چې په ماریوپل کې د ازوفستال د وسپنې د فابریکې د دفاع په جګړه کې یې برخه اخیستې وه.

هغې تېرکال د مۍ په میاشت کې چې روسي ځواکونو دا فابریکه محاصره کړې وه، له یو اوکرایني سرتېري سره په همدغې محاصره شوې فابریکې کې واده وکړ، خو مېړه یې درې ورځې وروسته په جګړې کې ووژل شو.

نور ولولئ: روسیه: د اوکراین باخموت ښار مو نیولی؛ اوکراین وايي جګړه لا روانه ده

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې خوشې شوي عسکر یې په پوځي الوتکو کې مسکو ته انتقال شوي دي چې درملنه یې وشي او بېرته په خپلو پښو ودرېږي.

روسیې او اوکراین تر دې مخکې هم ځینې بندیان تبادله کړي‌ وو.

روسیې د ۲۰۲۲ د فبروۍ په ۲۴ نېټه پر اوکراین باندې پوځي یرغل پیل کړ چې تر دې دمه په اوکراین کې سخته جګړه روانه ده. امریکا او متحدینو یې دا یرغل غندلی او له کیف سره مرسته کوي چې د مسکو په ضد دا جګړه وګټي خو لا هم د جګړې ګټونکی طرف نه دی په ډاګه شوی او اټکل کيږي چې دا جګړه به نوره هم وغځيږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button