لوبې خبرونه

ايا راشد، نبي او مجيب به د شپږيزې نه پرته نورو ليګونو کې ولوبیږي؟

د هېواد کرکټ ملي ټيم درې پياوړي او مخکښ پلیران، چې نه يوازې د لوبډلې تر ډېره پورې تکيه په همدې پلیرانو ده ، بلکې په نړيواله کچه هم ډېر مشهور دي او د دنیا په ستر لیګ انډین پریمیرلیګ کې هم لوبیږي،

په دغو درې پلیرانو کې راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان شامل دي، چې درې واړه ښه بالران دي او محمد نبي بيا د الراونډر لوبغاړى هم دى، خو راشد خان هم د اړتيا پر مهال ښه بیټنګ کولۍ شي، د کارابين پريمئير ليګ چې د اګست په ١٨مه نېټه پيلېږي او د سپتمبر تر ١٠مې نېټې پورې به ختم شي ، راشد خان پکې د بارباډوس ټريډينټس لوبډلې سره لوبېږي، محمد نبي د سينټ لوسيه زاوکس لوبډلې سره لوبېږي او مجيب الرحمان بيا د جمايکا ټلواهاس لوبډلې سره لوبه کوي،

یاد ليګ د سپتمبر په ١٠مه نېټه پاى ته رسېږي، بل خوا بیا د افغانستان کورنى ليګ شپږيزه کرکټ ليګ بيا د سپتمبر په ٦مه نېټه تر سره کیږي او تر ١٦مې پورې به میچونه کوي .په تېره شپږيزه کرکټ ليګ کې محمد نبي د مس عينک اتلانو لوبډلمشر و او راشد خان بيا د بند امير ښامارانو لوبډلې کپتاني ه غاړه درلوده.

همدا رنګه په ورته وخت کې بيا د هند تجارتي ليګ (IPL)د سپتمبر په ١٩مه نېټه پيلېږي او د نومبر تر ١٠مې نېټې پورې به دوام کوي.د سي پي ايل تر ختمېدو مخکې د شپږيزې کرکټ ليګ پيلېږي او د شپږيزې تر ختمېدو درې ورځې وروسته بيا اى پي ايل سيالۍ تر سره کیږي،

اوس دا درېواړه أیګونه په داسې یو وخت کې پيلیږي چې لوبغاړو ته پکې د ګډون انتخاب سخت شوۍ دۍ ځکه دا لیګونه تجارتي ليګونه دي او لوبغاړو ته پکې روپۍ هم ورکول کیږي نو اوس وخت کې به ورته سخته چې ایا بیسو ته اوګوري او که نور خواوې ېې وڅیړي چې کوم یو ېې ښه دۍ چې پکې ولوبیږي لبحوا بیا د کورونا له امله سفرونه هم د پخوا په څېر نه دي.دا درې واړه لوبغاړي په دې درې واړه ليګونو کې لوبېږي،

ايا راشد، نبي او مجيب به د شپږيزې نه پرته نورو ليګونو کې لوبیږي؟

بازې راپورونه دا هم وايي، چې ښايي د سفري محدوديتونو له امله راشد خان ونه شي کولاى چې د شپږيزې کرکټ ليګ ته ځان راورسوي، که څه هم دا خبر تاييد شوى نه دى، خو که داسې کېږي نو بيا به نور افغان لوبغاړي هم ونه شي کولاى چې په شپږيزه کې لوبیږي، که مونږ اوګورو د شپږېزې شوقیان اکثره د دې درېواړو پلیرانو فینز دي او ډېرۍ تماشیان د دوي لپاره شپیږیزې کتلو لپاره ګراونډونو ته زي خو که چرته دويي پکې برخه وانخلي نو ښايي دا وار ته تماشیان هم د تېر په پرتله کم وي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button