نړیوال خبرونه

ایا حکومت د امنیت تامینولو کې پاتې راغلی؟

ایا حکومت د امنیت تامینولو کې پاتې راغلی؟ کابل او نورو لویو ښارونو کې هره ورځ ترورونه، چاودنې، جګړې، جنايي پیښي او داسې نور د خلکو ژوند او راتلوونکی  ګواښي چې دولت د حالت په کابو کولو کې پاتي راغلی.

ورته وخت د ولسمشر لومړي معاون امرالله صالح پر خپله فېسوک پاڼه باندې د خیر خیریت لیکنه کړې او د شپږ نیمو بجو راپور يې یوځل بیا خپور کړی.په راپور کې ویل شوي چې کابل کې د۹۰۰ ترهه ګریزو پیښو مخه نیول شوې ده د ده په وینا چې د افغان ولسمشر په غوښټنه د شپږ نیمو بجو غونډو دوام پیدا کړی چې موخه يې دا ده ترڅو په کابل او ولایتونو کې امنیت تامین او د هر ډول احتمالي خطرونو مخنیوی شوی وي.

که څه هم جمهور ریس او نور ټول د شپرنیمو بجو غونډه او نوري همې د کابل او ولایتونو د امنیت د تامین لپاره مفیدې بولي خو په ورځني ډول سره ډیري پیښي په کابل او نورو ښارونو کې رامنځ ته کیږي چې دولت ورته عاجزه دی.وروسته له هغه چې  څو میاشتي وړاندې په کابل کې امنیت خراب جنايي پیښې زیاتې شوې.

img 20210617 085515

افغان ولسمشر خپل لومړی مرستیال امرالله صالح د کابل د امنتیت مسؤل وټاکه او له هغه وخته د شپږ نیمو بجو غونډې لړۍ هم پیل شوه چې تراوسه ادامه لري اما مهموالی يې تراوسه نه دی ثابت شوی.ښاغلی صالح د نني راپور پر مټ ویلي چې د ۹۰۰ ترهه کریزو پیښو مخه نیول شوې خو په ورځني ډول سره اوس هم کابل کې هدفي وژنې جنايي پیښې او بمي چاودنه رامنځ ته کیږي چې خلک يې ډیر اندېښمن کړي.

ولس بیا دولت د امنیت په تامین کې پاتي راغلی بولي او وايي چې دوی د خپل ځان ماشومانو او راتلوونکي په هکله خورا اندېښمن دي او باید حالات سم شي.د دولت له لوري هڅې روانې دي او په خپلو ادعاو کې وايي د کابل او ولایتونو د امنیت د تامین لپاره ګامونه پورته کوي خو ورځ تر بلې د کابل او ولایتونو امنیت نور  هم  خرابیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button