لوبې خبرونه

ایا د اصغر څخه د کپتانی اخیستلو وروسته د هغه کرکټ ختم شوه؟

ایا د اصغر څخه د کپتانی اخیستلو وروسته د هغه کرکټ ختم شوه؟ د افغانستان کرکټ بورډ ملي لوبډلې پخوانی کپتان اصغر افغان چې څو ورځې وړاندې کرکټ بورډ له کپتانۍ  څخه لیرې کړ، داسې اوازې دي چې ښايي نوموړی نور په ملي لوبډله کې هم برخه وانخلي.

افغان کرکټ بورډ اصغر افغان په دې تور له کپتانۍ  لیرې کړ، چې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې قصدا غلطې پرېکړې کړې وې او افغانستان له دې امله له ماتې سره مخ شو.د کرکټ بورډ یوې سرچینې خپلواک وېبپاڼې ته وویل، چې اصغر افغان تېره ورځ د یو-یو ټېسټ کې برخه نه ده اخیستې او همدا راز په راتلونکي کمپ کې چې کوم لوبغاړي غوره شوي دي، په هغې کې هم د اصغر افغان نوم نشته.

بلخوا ځینې داسې اوازې هم شته، چې ښايي په اصغر افغان باندې بندېزونه ولګېږي، ځکه چې د زمبابوې پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې خیانت ترسره کړی دی.او همدا لامل شو چې افغانستان دومره ښه پرفامنس ونښود. او دغه ټول سیریز ډېر خراب شو.

img 20210609 162442

خو دا هم د یادونې وړ ده، چې د شل اوریزو لوبو لپاره تراوسه پورې کپتان نه دی ټاکل شوی او د کرکټ بورډ ځینې سرچینې وايي، چې کېدای شي په دې اړه د اصغر افغان سره معامله وشي او هغه د شل اوریزو لوبو کپتان وټاکل شي، تر څو د کرکټ بورډ پر ضد غږ پورته نه کړي.

خو که هر څه وي، د اصغر افغان د کپتانۍ څخه د لیرې کېدو وروسته ښايي هغه نور په ملي لوبډله کې د پخوا په څېر ونه لوبېږي، چې له دې سره به د هغه د نړیوالو سیالیو کریر هم پای ته ورسېږي او د هغه شخصیت ته ښایی ډېره ضربه ورسیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button