نړیوال خبرونه

ایا د مفصلونو درد لرئ؟ د دې ستونزې لپاره دغه اوه شیان استعمال کړئ

د مفصلونو د درد ستونزه عموماً د عمر په تېرېدو سره پېلېږي او اکثره لویان د مفصلونو د درد ناروغي لري. په ځینو مواردو کې زخم یا کمزوري هم د مفصلونو درد پیدا کوي، چې پړسوب یا سوخت هم رامنځته کوي چې د تکلیف لامل کېږي، خو ځینې داسې خواړه شته چې په دغه درد کې ګټور وي.

د ځینو ویټامینونو او غذایي موادو استعمال مو له درد څخه خلاصوي او زیاتره خوراکونه د درد لامل هم کېدلی شي، نو له همدې امله باید داسې خواړه انتخاب کړو، چې روغتیا ته مو ګټه رسوي او د مفصلونو درد له منځه وړي.

ایا متوازن خواړه د مفصلونو د درد مخه نېولی شي؟

د التهاب اغیزې کموي:

متوازن غذایي رژیم بدن له زیانونو ژغوري او د التهاب اغیزې کموي. غوره غذایي رژیم د اوستیوآرتریت یا مفصلونو درد لپاره مهم وي او د ویټامین ای، سي او اي څخه بډایه خواړه د انټي اکسیډنټ په لرلو سره د التهاب اغیزې هم کموي.

د کولیسټرول کچه ټیټوي:

د اوستیوارتریت ناروغان د وینې د لوړ فشار ستونزه لرلی شي او متوازن او غذاییت لرونکي خواړه د کولیسټرول کچه کنټرولوي، نو موږ باید هغه خواړه وخورو چې د کولیسټرول ښه ساتي.

سالم وزن ساتل:

ډېر وزن هم په مفصلونو فشار راوړي او د بدن غوړ یا وازدګه په مفصلونو کې سوخت یا التهاب پیدا کوي. که څه هم صحي وزن د ځینو خلکو لپاره ستونزمن وي، ځکه چې هغوی ډېر لږ بدني فعالیتونه ترسره کوي، نو مهمه ده چې خپل وزن سالم وساتو.

هغه خواړه چې د مفصلونو درد کموي

ماهي:

د ماهي غوښه د مفصلونو د درد ترڅنګ زموږ د روغتیا لپاره هم ډېره ګټوره وي، ځکه چې ماهي ټول هغه غذايي مواد لري چې له موږ سره د ښې روغتیا په ساتلو کې مرسته کوي، په ماهي کې اومیګا ۳ شحمي اسیدونه وي، نو هغه خلک چې د مفصلونو درد لري، نو باید د ماهي غوښه وخوري او هغوی چې د ماهي غوښه نه خوري هغوی د ماهي د تېلو کپسول وخوري، ځکه چې دا د التهاب ضد خاصیت لري او د التهاب اغیز کموي.

نور یی ولوله | له شپږم ټولګي تازه فارغې شوې نجونې د خپلو زده‌کړو دوام ته اندېښمنې دي

نور یی ولوله | پر سرپرست حکومت د بندیزونو په لرې کولو د اسلامي امارت ټینګار

د زیتون تېل:

د زیتون تېل د کولیسټرول د کچې په کمولو کې مرسته کوي، ځکه چې زیتون د انټي اکسیډنټ ملکیتونه لري او هغه خلک چې د مفصلونو درد سره مخ وي باید دا استعمال کړي.

شیدې:

شیدې، مستې او پنیر په کلسیم او ویټامین ډي بډایه وي، چې د هډوکو لپاره مهم وي او شیدې زموږ هډوکي پیاوړي کوي، همدارنګه د اوسپنې د کمښت له امله زموږ مفصلونه زیانمن کېږي او کلسیم په هډوکو کې نه جذبېږي او پروټین، چې د عضلاتو د روغتیا او ودې لپاره اړین دی، هم په شېدو کې موجود وي.

شنه پاڼې لرونکي سبزیجات:

سبزیجات او میوې په ویټامینونو او غذایي موادو کې بډایه دي، په دې کې موجود ویټامینونه موږ له ډېرو ناروغیو څخه ساتي اړ شنه پاڼې لرونکي سبزیجات هغه غذايي مواد لري چې د فشار مخه نیسي. همدارنګه انټي اکسیډنټ هم لري، چې له بدن سره د انفیکشن په مبارزه کې مرسته کوي. په سبزیجاتو کې موجود ویټامین ډي هډوکي جذبوي او د معافیت سیسټم پیاوړی کوي.

شین چای:

شین چای د التهاب اغیزې کموي او د عضلاتو د زیان کچه راټیټوي، په دې کې په زیاته اندازه پولیفینول موجود وي، چې د انتاناتو په وړاندې مبارزه کې مرسته کوي.

هوږه:

هوږه له موږ سره د شکرې او وینې فشار په کنټرول کې مرسته کوي، همدغه راز دا یو شمېر نورې روغتیايي ستونزې هم حل کوي، چې د معدې ستونزو لپاره ګټورې وي او ورځنی استعمال یې ډیر ښه وي.

وچې مېوې:

وچې مېوې ډېر غذايي مواد لري لکه زنک، سلفر، کلسیم، مګنیزیم، ویټامین ای، فایبر او نور، چې دا زموږ د معافیت سیسټم لپاره ګټورې وي او موږ باید د صحتمند پاتې کیدو لپاره وچې مېوې وخورو.

پرهیز:

۱. ډېره بوره او خواږه مه کاروئ.
۲. له الکولي یعنې نرم څښاکو څخه ډډه وکړئ.
۳. هغه خواړه چې د التهاب لامل ګرځي لکه د کچالو چپس باید ترې ډډه وشي

 

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button