نړیوال خبرونه

ایا طالبان به ګډ حکومت جوړولو ته حاضر شي؟

ایا طالبان به ګډ حکومت جوړولو ته حاضر شي؟ د حکومت د‌ مذاکراتي ټيم غړو د طالبانو استازو ته نوی وړانديز کړی دی، رسنیو ته د مذاکراتي ټيم څخه معتبرو غړو منلې ده چې ددې ټيم له لوري د ولسمشر غني په هدايت باندې طالبانو ته خواست شوی دی چې په یوه ګډ حکومت دې د افغان ټيم سره خپله پریکړه شريکه کړي.

راپورونه وايي چې طالبانو د افغان هيئت دا نظر اورېدلی دی او د خپلو مشرانو سره یې شریک کړی دی، تر اوسه طالبانو په رسمي ډول دې وړانديز ته غبرګون نه دی ښودلی خو پخپله دا وړانديز تازه شوی دی.سرچينو رسنیو ته وويل چې د امريکا ځانګړی استازی هم د افغان ټيم له استازو سره په خبرو بوخت دی.اوس تمه ده چې طالبان دا نوي وړاندیز ومني او په دې جدي مسله باندې جدي بحث پيل شي ترڅو د هېواد روان حالات بدلون وکړي.

img 20210705 101042

حکومتي استازو ويلي دي چې دوی غواړي په دې اړوند د طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي او دا مسله د ټولو جزیاتو سره وڅېړل شي ترڅو د ترټولو مهمې مسلې يانې نوي حکومت په هکله جدي بحث وشي او دواړه لوري په یوه مناسب جوړښت توافق سره وکړي.تر دې مښکې هم د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعيم وردګ ويلي و که چېرې د افغان حکومت سره د نوي حکومت په جوړښت باندې توافق وشي نو دوی تيار دي چې د اوربند په هکله اقدام وکړي او په افغانستان کې اوربند وشي.

د سياسي چارو کارپوهان وايي که څه هم کېدی شي د دواړو لوریو لپاره د یو بل سره کار کول ډېر په زړه پورې نه وي مګر د افغانستان روان حالت دا ايجابوي چې دواړه لوري د ټولو ستونزو سره سره په یوه ګډ حکومت باندې توافق وکړي او افغانستان د يوه بل تاریخي ناورین څخه وژغوري.

د پوهانو په وينا په سيمه کې هرڅه د بدلون په حال کې دي که افغانستان په روان بدلون کې د سولې طرف د نوي پرمختګ د کاروان طرف ونه نيسي نو په يوه بې حسابه جګړه کې به ښکېل شي.او عام افغانان به یو وار بیا د جګړې قرباني شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button